د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

لسم باب

د حضرت نوح د زامنو اولاد

۱دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول. ۲دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. ۳دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه. ۴دا د ياوان اولاد دے، اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. ۵د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. ۶دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. ۷د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى. ۸کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. ۹د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“ ۱۰د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو. ۱۱د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح، ۱۲او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے. ۱۳د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، ۱۴فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. ۱۵د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت، ۱۶يبوسى، امورى، جرجاسى، ۱۷حِوى، عرقى، سينى، ۱۸اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې. ۱۹د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے. ۲۰دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. ۲۱ټول عبرانيان د شيم اولاد دے، شيم د يافت مشر ورور دے. ۲۲دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. ۲۳د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو. ۲۴ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. ۲۵د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. ۲۶د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، ۲۷هدورام، اُوزال، دِقله، ۲۸عوبال، ابى‌مائيل، شيبا، ۲۹اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. ۳۰چې دوئ په کوم مُلک کښې اوسېدل هغه مُلک د ميسا نه سِفار پورې اوږد وو چې نمرخاتۀ طرف ته د غرونو په مُلک کښې دے. ۳۱دا د شيم اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. ۳۲دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے.