چاپرښته ۲۰۲۳ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ، ۲ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى. ۳يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو. ۴خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. ۵تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو. ۶خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو. ۷نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى. ۸ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے. ۹خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى. ۱۰ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
۱۱نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېريهوديان هم بېخُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو. ۱۲نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بېخُدايه ژوند کولو. ۱۳خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ. ۱۴ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېريهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل، او د دشمنۍ هغه دېوال يې ونړولو کوم چې مونږ جدا کړى وُو. ۱۵هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته. ۱۶په سولۍ باندې مسيح د خپل مرګ په وسيله دواړه قبيلې په خپل بدن کښې يو کړې او د خُدائ پاک سره يې پخلا کړې، او کومه دشمنى چې يې په خپلو کښې کوله هغه يې د مرګ تيارو ته وغورزوله. ۱۷هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېريهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو. ۱۸ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو. ۱۹نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ ۲۰نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے. ۲۱په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى. ۲۲نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.