د زبورونو کتاب

یوسلو نهه څلوېښتم زبور

د ثنا او صفت سندره

۱ وکړئ ثنا او صفت د څښتن

څښتن ته ووایئ نوې سندره

د وفادارو په غونډه کې یې ثنا ووایئ

۲ ای اسراییلو، خوشحالي وکړئ

د خپل خالق په خاطر

ای د صهیون خلکو، خوشحالي وکړئ

د خپل پاچا په خاطر

۳ ثنا او صفت د هغه د نوم وکړئ په اتڼونو باندې

د چمبو او چنګونو په وهلو یې ثنا ووایئ

۴ ځکه خوشحاله دی څښتن د خپلو خلکو څخه

عاجزانو ته په سر ږدي د بري تاج

۵ خوشحالي دې وکړي خدای ته وفادار خلک

خپلې کامیابۍ باندې

او په خپلو بسترو کې دې دوی

ووایي د خوښۍ سندرې

۶ په لوړ اواز دې د څښتن ثنا او صفت وکړي

او د دوی لاسونو کې دې وي دوه‌مخیزه تورې

۷ چې د قومونو نه بدل واخلي

او سزا ورکړي هغو خلکو ته

۸ په زنځیرونو یې مشران وتړي

او زولانه کړي د هغوی پاچاهان

۹ او لکه څنګه چې خدای حکم کړی

چې نورو قومونو ته سزا ورکړي

دا کامیابي به وي د خدای د وفادارو خلکو
وکړئ ثنا او صفت د څښتن