Previous chapter

د زبورونو کتاب

لومړی زبور

لومړی کتاب

(زبور ۱‌-‌۴۱)

رښتینې خوشحالي

۱ چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي

نه په لار د ګناهکارو باندې درومي

مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي

نو بیا هغه بختور دی بختور دی

۲ خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي

شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې

۳ په مثال د هغې ونې دی دا شخص

چې ولاړه د ویالې په غاړه شنه وي

چې مېوه نیسي په خپل وخت کې مدام

نه یې کله پاڼې وچې ښکاره کیږي

بریالی وي په هر کار کې چې یې کاندي

۴ بدکاران داسې هېڅکله نه ښکاریږي

ځکه هر خواته د بوس غوندې بادیږي

۵ دغه راز به خدای محکوم ګناهکاران کړي

هم به یې هغه د خپله قومه جدا کړي

۶ څښتن ته معلومه ده د نېکانو لاره

بدکاران به تباهۍ ته ور روان شي

Previous chapter