Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،
د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ،
اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
۲ تاسو څوک چې د مالِک خُدائ کور کښې خِدمت کوئ،
زمونږ د خُدائ پاک د کور په دربار کښې.
۳ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے،
د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
ځکه چې ډېره مزه کوى.
۴ ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو،
د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى،
او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.
۵ زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے،
زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.
۶ مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى،
په ټوله زمکه او آسمانونو کښې،
په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.
۷ د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى،
او هغه باران سره برېښنا رالېږى
او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.
۸ هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو،
وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.
۹ هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل،
د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف.
۱۰ هغۀ ډېرو قومونو ته شکست ورکړو
او هغۀ طاقتور بادشاهان ووژل،
۱۱ د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج،
هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.
۱۲ او هغۀ د هغوئ مُلک په ميراث کښې ورکړو،
او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ته يې په ميراث کښې ورکړو.
۱۳ ستا نوم مالِکه خُدايه د تل دپاره ياديږى،
او ستا نوم به په ټولو نسلونو کښې ياديږى.
۱۴ ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِنصاف کوى،
او هغه په خپلو خِدمتګارانو رحم کوى.
۱۵ د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى،
د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.
۱۶ د هغوئ خولې شته خو خبرې نۀ شى کولے،
د هغوئ سترګې شته خو ليدل نۀ شى کولے،
۱۷ د هغوئ غوږونه شته خو اورېدل نۀ شى کولے،
او نۀ هغوئ په خولۀ ساه اخستلے شى.
۱۸ څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى
څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.
۱۹ اے د بنى اِسرائيل خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،
اے د هارون خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،
۲۰ اے د ليويانو خاندانه د مالِک خُدائ صِفت کوئ،
او تاسو څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ،
۲۱ د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى،
هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.