Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو،
څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.
۲ خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ.
او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
۳ مالِک خُدائ د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے،
تاسو ته دې صيون نه برکت درکړى.