Copyright © 2015-2026 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
د زبورونو کتاب
یوسلو دوه ویشتم زبور
د اورشلیم صفت کول
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)
۱ کله چې ما ته هغوی وویل:
راځئ چې لاړ شو د څښتن کور ته
نو ډېر خوشحاله شومه
۲ اوس مونږه دلته یو
ای اورشلیمه! یو ولاړ په دروازو کې ستا
۳ اورشلیم یو داسې ښار دی
چې جوړ شوی برابر او ښه ترتیب باندې
۴ دا هغه ځای دی چې راځي ورته قبیلې
د څښتن قبیلې
چې اسراییلو ته د هغه د حکمونو سره سم
صفت وکړي د هغه د نوم
۵ ځکه تخت د عدالت دی ټینګ په هغه ځای کې
یعنې د داود د خاندان تخت
۶ وکړئ دعا د سلامتۍ د اورشلیم دپاره
چې ورته ګران یې هغه خلک دې نېکمرغه اوسي
۷ وي دې سوله په دربارونو کې ستا
او وي ارامي دې په ماڼیو کې ستا
۸ د خپلوانو او دوستانو په خاطر
زه به وایم اورشلیم ته
چې سلامت اوسې ته
۹ زمونږ د څښتن خدای د کور په خاطر
دعا کومه ستا د خوشبختۍ دپاره