د زبورونو کتاب

یوسلو دوه ویشتم زبور

د اورشلیم صفت کول

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱ کله چې ما ته هغوی وویل:

راځئ چې لاړ شو د څښتن کور ته

نو ډېر خوشحاله شومه

۲ اوس مونږه دلته یو

ای اورشلیمه! یو ولاړ په دروازو کې ستا

۳ اورشلیم یو داسې ښار دی

چې جوړ شوی برابر او ښه ترتیب باندې

۴ دا هغه ځای دی چې راځي ورته قبیلې

د څښتن قبیلې

چې اسراییلو ته د هغه د حکمونو سره سم

صفت وکړي د هغه د نوم

۵ ځکه تخت د عدالت دی ټینګ په هغه ځای کې

یعنې د داود د خاندان تخت

۶ وکړئ دعا د سلامتۍ د اورشلیم دپاره

چې ورته ګران یې هغه خلک دې نېکمرغه اوسي

۷ وي دې سوله په دربارونو کې ستا

او وي ارامي دې په ماڼیو کې ستا

۸ د خپلوانو او دوستانو په خاطر

زه به وایم اورشلیم ته

چې سلامت اوسې ته

۹ زمونږ د څښتن خدای د کور په خاطر

دعا کومه ستا د خوشبختۍ دپاره