0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او څوارلسم زبور

د مالِک خُدائ عجيبه کارونه

۱ کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل،

او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،

۲ يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو،

او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو.

۳ کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده،

او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،

۴ غرونو لکه د ګډانو په شان منډې کړې،

او غونډو لکه د ګډورو په شان منډې کړې.

۵ اے سمندره دا څۀ چل وو چې تا هغوئ ته لار پرېښوده،

تۀ ولې واپس شوې اے د اُردن سينده،

۶ غرونو تاسو ولې لکه د ګډانو په شان منډې کړې؟

او تاسو اے غونډو ولې لکه د ګډورو په شان منډې کړې؟

۷ د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه،

د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،

۸ چا چې د ګټ نه د اوبو تالاب جوړ کړو،

او سخت ګټ نه يې د اوبو چشمه جوړه کړه.