0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او ديارلسم زبور

۱ مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.

اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

۲ د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى،

د اوس نه تر ابده پورې.

۳ د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې،

د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى.

۴ مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے،

او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے.

۵ زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے،

هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے.

۶ څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى

چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى.

۷ هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى،

او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى.

۸ هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى،

او تر دې هغوئ د خپلو شهزادګانو سره کښېنوى.

۹ هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى،

لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى.

مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.