0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او پينځلسم زبور

۱ مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى،

ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.

۲ قومونه ولې وائى چې،

”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“

۳ زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے،

هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.

۴ خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى،

چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.

۵ د هغوئ خولې شته خو خبرې پرې کولے نۀ شى،

سترګې يې هم شته خو پرې ليدلے نۀ شى.

۶ د هغوئ غوږونه شته خو پرې اورېدلے نۀ شى،

پوزې يې هم شته خو پرې بويولے نۀ شى.

۷ د هغوئ لاسونه هم شته خو پرې څۀ محسوسولے نۀ شى،

د هغوئ پښې هم شته خو پرې ګرځېدلے نۀ شى،

خو هيڅ قسمه آواز د مرۍ نه ويستلے نۀ شى.

۸ چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى،

او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.

۹ اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،

هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.

۱۰ اے د هارون خاندانه په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،

هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.

۱۱ اے تاسو چې د هغۀ نه يره کوئ په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،

هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.

۱۲ مالِک خُدائ ته مونږ ياد يُو او برکت به راکړى،

هغه به د بنى اِسرائيلو خاندان له برکت ورکړى،

هغه به د هارون خاندان له برکت ورکړى.

۱۳ هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.

۱۴ مالِک خُدائ دې تاسو زيات کړى،

تاسو او ستاسو د بچو نسل دې زيات کړى.

۱۵ مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى،

څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.

۱۶ اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى،

خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.

۱۷ مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى،

هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.

۱۸ خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو،

په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو،

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.