0:00 / 0:00

زبور شريف

يو سل او دولسم زبور

۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى،

بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.

۲ د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى،

د صادقانو نسل به بختور کړے شى.

۳ دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى،

او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.

۴ کۀ څۀ هم په تيارۀ کښې صادقانو ته رڼا ځليږى،

څوک چې مِهربانه زړۀ سواندى او صادق وى.

۵ مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بې‌لالچه قرض ورکوى،

او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.

۶ په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى،

صادق سړے به تل يادولے شى.

۷ هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى،

د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.

۸ د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى،

او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.

۹ هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى،

د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى،

او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.

۱۰ بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى،

او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى،

د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.