د هوشع نبي کتاب

درېم فصل

هوشع او بې‌وفا ښځه

۱ څښتن ماته وویل: «یوځل بیا لاړ شه او هغې ښځې ته خپله مینه وښایه چې د خپل عاشق سره زنا کوي. د هغې سره به داسې مینه کوې لکه څنګه چې زه یې د اسراییلو د خلکو سره کوم، که څه هم هغوی نورو خدایانو ته اووښتي دي او بتانو ته د ممیزو د کلچو نذرانې وړاندې کول خوښوي. ۲ نو ما هغه ښځه د سپینو زرو په پنځلسو سکو او یوسلو پنځوسو کیلو‌ګرامه اوربشو باندې واخیستله. ۳ ما هغې ته وویل چې ته به د ډېر وخت دپاره زما په کور کې اوسېږې او فاحشه‌توب به نه کوي او د هېچا سره به جنسي اړیکې نه ساتې، حتی زما سره هم نه. ۴ په همدې ډول به د اسراییلو خلک د زیات وخت دپاره بې له پاچاهانو او مشرانو، قربانیو او د تیږو ستنو، د کاهنانو او کورني بتانو چې د فال کتلو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ژوند تېروي. ۵ خو هغه وخت به راشي چې د اسراییلو خلک به یوځل بیا خپل څښتن خدای او د خپل پاچا داود اولادې ته راوګرځي. په اخره زمانه کې به هغوی له وېرې د څښتن حضور ته راځي او د هغه ښه نعمتونه به لاسته راوړي.