Previous chapter

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - ماخذ انبياء

اول باب

۱مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.

د حضرت هوسيع ښځه او بچى

۲کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د هوسيع په ذريعه اول ځل خبرې وکړې، نو هغۀ هوسيع ته وفرمائيل، ”لاړ شه او زناکارې ښځې سره وادۀ وکړه، او حراميان بچى پېدا کړه، ځکه چې قوم د مالِک خُدائ فرمانبردارى پرېښې ده او په داسې کولو سره مسلسل زنا کوى.“ ۳نو هوسيع لاړو او جُمر د دِبلائم لور سره يې وادۀ وکړو، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. ۴نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم. ۵په هغه ورځ به زۀ د يزرعيل په وادۍ کښې د اِسرائيل د فوجى لښکرو طاقت ختم کړم.“ ۶جُمر يو ځل بيا اُميدواره شوه او په دې ځل يې يوه لور پېدا شوه. او مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغې باندې ”لو‌رحامه“ يعنې په چا چې رحم نۀ دے شوے نوم کېږده، ځکه چې زۀ به نور په بنى اِسرائيلو باندې رحم نۀ کوم، او نۀ به زۀ هغوئ معاف کوم. ۷خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“ ۸کله چې جُمر خپله لور، لو‌رحامه د پيو نه منع کړه، نو هغه بيا اُميدواره شوه او دوېم زوئ يې پېدا شو. ۹نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لو‌عمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“

د اِسرائيل د مُلک بيا آبادېدل

۱۰خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“ ۱۱د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.

Previous chapter