Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ نو خپل اسراییلي ورونه عمي یعنې «زما قوم» او خپلې خویندې روحامه یعنې «چې په چا باندې رحم شوی وي» وبولئ.
۲ څښتن داسې وایي: «ای زما اولادونو، خپله مور یعنې اسراییل ورټئ، ځکه چې هغه نوره زما ښځه نه ده او زه د هغې مېړه نه یم. هغې ته ووایئ چې زناکاري او بدلمني پرېږدي. ۳ که نه، نو زه به هغه داسې لوڅه لغړه کړم، لکه څنکه چې د پیدا کېدلو په ورځ لوڅه لغړه وه. زه به هغه د وچې او شاړې ځمکې په شان کړم او هغه به د تندې له لاسه مړه کړم. ۴-۵ د هغې په اولادونو باندې به رحم ونه کړم، ځکه چې د هغې مور زنا کړې ده او هغوی د یوې بېشرمې فاحشې اولادونه دي. هغې خپله ویلي دي: ‹زه به خپلو عاشقانو ته ورشم، هغوی ماته خواړه او اوبه، د وړیو او کتان کالي، د زیتونو تېل او شراب راکوي.›
۶ نو زه به د هغې لاره د اغزیو په بوټو باندې بنده کړم او یو دېوال به جوړ کړم چې هغه ونه شي کولای خپله لاره پیدا کړي. ۷ هغه به خپلو عاشقانو پسې منډې وهي، خو هغوی ته به وررسېدلی نه شي. هغه به خپلو عاشقانو پسې ګرځي، خو هغوی به نه شي پیدا کولای. نو بیا به وایي: ‹زه بېرته خپل لومړني مېړه ته ځم، ځکه چې زما دپاره د اوس نه هغه وخت ډېر ښه ؤ.›
۸ هغه په دې نه پوهېدله چې زه هغه ذات یم چې هغې ته مې غلې دانې، شراب، د زیتونو تېل او ډېر سپین او سره زر ورکول، خو هغې ورڅخه د بعل بت ته د عبادت کولو دپاره کار اخیسته. ۹ نو زه به د حاصلاتو د راټولو په وخت کې د هغې نه د غلو دانو او شرابو نعمتونه بېرته واخلم او ما چې د کالیو دپاره ورته کومې وړۍ او کتان ورکړی ؤ، ترڅو هغه لوڅه پاتې نه شي، هغه به هم ورڅخه بېرته واخلم. ۱۰ نو زه به هغه د خپلو عاشقانو په مخکې لوڅه کړم او هېڅوک به یې زما څخه خلاصولی نه شي. ۱۱ زه به د هغې ټولې خوشحالۍ، د هغې کلني او میاشتیني اخترونه او د هغې د سبت د ورځې جشنونه یعنې د هغې ټولو اخترونو ته د پای ټکی کېږدم. ۱۲ زه به د هغې د انګورو تاکونه او د انځرو ونې چې هغې به ویل چې عاشقانو به یې ورته د خدمتونو په بدل کې ورکول، له منځه یوسم. زه به د هغې د انګورو تاکونه او د مېوو باغونه په ځنګل باندې بدل کړم او ځنګلي ځناور به د هغه مېوه وخوري. ۱۳ زه به هغې ته د هغو اخترونو په خاطر چې زه یې په کې هېر کړی وم او د بعل بتانو ته به یې خوشبویۍ سوځولې او خپلو عاشقانو ته د ورتګ په وخت کې به یې ګاڼې اچولې، سزا ورکړم.» څښتن داسې ویلي دي.
۱۴ نو زه څښتن به هغه یوځل بیا په مینه راګېره کړم او دښتې ته به یې بوځم او په خوږو خبرو سره به د هغې زړه بېرته لاسته راوړم. ۱۵ هغې چې د انګورو کوم تاکونه لرل، هغه به ورته بېرته ورکړم او د هغې دپاره به د عخور دره یعنې «د مصیبت دره» د هیلې په دروازې باندې بدله کړم. هغه به زما خبره هماغه شان مني، لکه څنګه چې یې د ځوانۍ په وخت کې کله چې د مصر څخه راوتله، زما خبره منله.
۱۶ څښتن وایي چې په هغه وخت کې به بیا ماته خپل مېړه ووایي او نور به ماته خپل بعل یعنې بادار نه وایي. ۱۷ زه به هېڅکله هغه پرېنږدم چې په خپله خوله باندې د بعل د بتانو نوم واخلي او هغه به نور په یاد نه ساتي. ۱۸ په هغه وخت کې به زه د ټولو ځنګلي حیواناتو او د هوا د مرغانو او خزندو سره یو لوظ وکړم، ترڅو هغوی زما قوم ته زیان ونه رسوي. زه به د هغه وطن نه تورې او لیندې ورکې کړم او خپل قوم به پرېږدم چې په ارامۍ او امن سره خپل ژوند وکړي.
۱۹ څښتن وایي:
ای اسراییله، تا نه به جوړه کړمه خپله ښځه
او زه به دې خپله کړمه تل دپاره
زه به رښتینی او عادل اوسم
زه به کوم درسره تلپاتې مینه
او رحم به کړم درسره
۲۰ زه به تاته وفادار یمه
او تا به کړم زه خپله ښځه
او ما به وپېژنې ته د څښتن په توګه
۲۱-۲۲ څښتن وایي:
په هغه وخت کې به قبولې دعاګانې کړمه
زه د خپل قوم اسراییلو
زه به باران واوروم په ځمکه باندې
او پیدا کیږي به په هغې ځمکه کې
غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل
۲۳ هغه وطن کې به مېشت کړمه خپل قوم
او کړم به نېکمرغه هغوی
مینه به وکړم هغو خلکو سره چې یادېدل به
په دې نوم «چې رحم نه وي شوی چا باندې»
او هغو خلکو ته چې یادېدل به «زما قوم نه دی»
ورته به وایمه زه چې «زما قوم یئ تاسو»
او هغوی به راکړي ځواب چې «ته یې خدای زمونږه»