0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

نهم باب

د خلقو نافرمانى

۱ اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. ۲ هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے. ۳ خو تاسو به په خپله وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به د بل شوى اور په شان ستاسو نه مخکښې روان وى. چې مخ په وړاندې ځئ نو خُدائ پاک به هغوئ له شکست ورکړى، هغوئ به وشړئ او زر به يې تباه کړئ، هم هغه شان چې څنګه هغۀ وعده کړې ده. ۴ کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ ستاسو دپاره د هغه مُلک نه وباسى، نو په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايئ چې ګنې تاسو نېک خلق يئ او د دې دپاره يې راوستلئ چې دا مُلک ستاسو شى. داسې نۀ ده، مالِک خُدائ دا خلق ستاسو دپاره ځکه وباسى چې هغوئ بدکاره دى. ۵ په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى. ۶ ځان په دې ښۀ پوهه کړئ چې مالِک خُدائ دا زرخيزه مُلک تاسو له ستاسو د ښۀ‌والى په وجه نۀ درکوى بلکې تاسو خو ضدى خلق يئ. ۷ دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے. ۸ د سينا په غرۀ باندې هم تاسو مالِک خُدائ دومره غصه کړو چې ستاسو بربادولو ته تيار وو. ۹ زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه لوظ ورباندې ليکلے شوے وو کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پاتې شوم. ۱۰ بيا مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په هغې باندې هغۀ په خپله هغه څۀ ليکلى وُو څۀ يې چې په هغه ورځ د اور نه تاسو ته فرمائيلى وُو چې هلته د غرۀ سره راغونډ وئ. ۱۱ د هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کومو باندې هغۀ شريعت ليکلے وو. ۱۲ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې سمدستى د غرۀ نه کوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوئ مرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه زر اوړېدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے او هغوئ د خپلو ځانونو دپاره د سرو زرو يو بُت جوړ کړے دے. ۱۳ مالِک خُدائ ما ته دا هم وفرمائيل، ما ته پته ده چې دا څومره ضدى خلق دى. ۱۴ تۀ د هغوئ دپاره ما ته مِنت ونۀ کړې. زۀ هغوئ تباه کوم او هيڅ څوک به يې بيا نوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ او طاقتور وى. ۱۵ نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې. ۱۶ ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو او تاسو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وه چې د سخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو. ۱۷ نو هلته ستاسو په مخکښې ما د کاڼو تختې راوغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې. ۱۸ نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو. ۱۹ زۀ د مالِک خُدائ د سخت قهر نه ويرېدم، ځکه چې هغه دومره غصه وو چې تاسو تباه کړى، خو مالِک خُدائ يو ځل بيا زما واورېدل. ۲۰ مالِک خُدائ هارون ته هم دومره غصه وو چې وې وژنى، نو په هغه وخت ما د هارون دپاره هم دُعا وکړه. ۲۱ ما هغه د ګناه نه ډک څيز يعنې د سرو زرو سخے واخستو کوم چې تاسو جوړ کړے وو او په اور کښې مې واچولو. بيا ما دا ټوټې ټوټې کړو، د اوړو په شان مې مېده کړو او هغه مې په هغه وَله کښې وغورزولو چې د غر نه لاندې بهېده. ۲۲ کله چې تاسو په تبيعره، مسه، قبروت هتاوه کښې وئ نو تاسو هلته هم مالِک خُدائ غصه کړے وو. ۲۳ او چې کله هغۀ تاسو د قادِس برنيع نه د دې حُکمونو سره ولېږلئ چې لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم يې چې تاسو له درکولو، نو تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه، تاسو په هغۀ يقين ونۀ کړو او نۀ مو د هغۀ فرمانبردارى وکړه. ۲۴ چې د کوم وخت نه ما تاسو پېژندلى يئ، تاسو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى کړې ده. ۲۵ نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى. ۲۶ او ما دُعا وکړه، اے مالِکه خُدايه، خپل خلق مۀ تباه کوه، هغه خلق چې تا بچ کړل او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې د مِصر نه راوويستل. ۲۷ خپل خِدمت کوونکے اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه او د دې خلقو ضد، بدکارۍ او ګناه ته مۀ ګوره. ۲۸ ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو. ۲۹ د دې هر څۀ نه علاوه، دا هغه خلق دى چې تا خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې هغوئ د مِصر نه راوويستل.