0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

لسم باب

حضرت موسىٰ ته د شريعت د حُکمونو نوې تختې مِلاوېدل

۱ په هغه وخت کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او يو د لرګى صندوق جوړ کړه چې هغه تختې په کښې کېږدې. په غر باندې ما ته راوخېژه، ۲ او زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې او بيا به تۀ هغه په صندوق کښې کېږدې.“ ۳ نو ما د کيکر لرګى نه يو صندوق جوړ کړو او د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې او د ځان سره مې غر ته وخېژولې. ۴ بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې. ۵ او زۀ د غرۀ نه راکوز شوم څنګه چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے وو، نو تختې مې په صندوق کښې کېښودلې. او هغه تختې تر اوسه پورې په صندوق کښې پرتې دى.“ ۶ بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول او موسيره ته لاړل. او هلته هارون په حق ورسېدو او دفن شو او د هغۀ زوئ اِلى‌عزر د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو. ۷ د هغه ځائ نه هغوئ جدجوده او بيا يُطباته ته لاړل، هغه مُلک چې د اوبو ډېر نِهرونه په کښې دى. ۸ په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى. ۹ نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه. ۱۰ ”د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو او په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى. ۱۱ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې پاڅم او ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې د کوم وعده يې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.

د مالِک خُدائ درناوے او عبادت کول

۱۲ اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ، ۱۳ او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم. ۱۴ ګورئ، دا اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه او په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى. ۱۵ خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ او تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ. ۱۶ نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ. ۱۷ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى. ۱۸ هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى. ۱۹ نو د مسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. ۲۰ مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ. ۲۱ د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے او تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ او عجيبه کارونه ليدلى دى چې ستاسو دپاره يې کړى دى. ۲۲ کله چې ستاسو پلار نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اويا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.