Previous chapter

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

اول باب

۱په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى. ۲د غرونو مُلک ادوم په لاره د سينا غرۀ نه واخله تر قادِس برنيع پورې د يوولسو ورځو مزل دے. ۳د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه څلوېښت کاله پس د يوولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د وئيلو حُکم ورکړے وو. ۴دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله. ۵دا هغه وخت وو کله چې اِسرائيليان د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د موآب په علاقه کښې وُو چې د خُدائ پاک په قانون او حُکمونو باندې موسىٰ هغوئ پوهول شروع کړل. هغۀ وفرمائيل چې، ۶”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ. ۷خېمې اوچتې کړئ او په سفر روان شئ. د اموريانو د غرونو مُلک او ټولو ګېرچاپېره علاقو ته لاړ شئ چې د اُردن مېدان، د غرونو مُلک او لاندې علاقې، د صحرا علاقه او د مديترانى د سمندر غاړه په کښې ده. د کنعان مُلک ته او د لبنان غرونو نه اخوا د فرات لوئ سيند پورې لاړ شئ. ۸ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“

د حضرت موسىٰ د خلقو دپاره مشران مقررول

۹موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”کوم وخت چې مونږ لا د سينا غرۀ سره وُو، نو ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ په يواځې ځان ستاسو ذمه وارى نۀ شم اخستے. ۱۰مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ. ۱۱مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دې تاسو يو په زر زيات کړى او هغه دې تاسو دولتمند کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. ۱۲خو زۀ يواځې د لانجو فېصله کولو دا دومره لويه ذمه وارى څنګه برداشت کړم؟ ۱۳د هرې قبيلې نه يو څو هوښيار، پوهه لرونکى او تجربه‌کار سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ په تاسو مشران جوړ کړم. ۱۴او تاسو زما سره متفِق شوئ او ومو وئيل چې دا به ډېر ښۀ کار وشى. ۱۵نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل. ۱۶په هغه وخت ما ستاسو قاضيانو له حُکم ورکړو چې ستاسو د خلقو په مينځ کښې کومې لانجې راځى نو هغې ته غوږ نيسئ. هره يوه لانجه په اِنصاف سره فېصله کوئ، کۀ د دې لانجې تعلق صِرف ستاسو خپلو خلقو سره وى يا کۀ په کښې هغه مسافر هم شريک وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى. ۱۷په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم. ۱۸هم په هغه وخت ما د هغه نورو ټولو څيزونو حُکم درکړو چې تاسو يې کوئ.

قادِس برنيع ته د جاسوسانو لېږل

۱۹مونږ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک حُکم راکړے وو. مونږ د سينا غرۀ نه لاړُو او په هغه لوئ او خطرناک بيابان کښې د اموريانو غرونو مُلک پورې روان وُو. کله چې مونږ قادِس برنيع ته ورسېدو، ۲۰‏-۲۱نو ما وفرمائيل چې اوس تاسو د اموريانو د غرونو مُلک ته راغلى يئ، کوم چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاک مونږ له راکوى. ګورئ، هغه دا دے. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ حُکم کړے دے. يرېږئ مه او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ۲۲خو تاسو ما له راغلئ او ومو وئيل چې د ځان نه مخکښې به سړى ولېږُو چې هغه مُلک وګورى او مونږ ته ووائى چې د ورتلو دپاره کومه لار ښۀ ده او هلته ښارونه څنګه دى. ۲۳دا خبره په ما ښۀ ولګېده، نو ما د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړو. ۲۴هغوئ د اسکال وادى پورې د غرونو مُلک ته د معلوماتو حاصلولو دپاره لاړل. ۲۵هغوئ چې هلته کومه مېوه وموندله نو لږه يې ترې نه راوړه او هغوئ وفرمائيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک چې کوم مُلک مونږ له راکوى هغه ډېر آباد دے. ۲۶خو تاسو د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د حُکم نه سرکشى وکړه او هغه مُلک ته وردننه نۀ شوئ. ۲۷تاسو يو بل ته وغورېدئ او ومو وئيل، مالِک خُدائ زمونږ نه نفرت کوى. هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه صِرف د دې دپاره راوويستلو چې اموريانو ته مو حواله کړى چې هغوئ مونږ ووژنى. ۲۸مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل. ۲۹خو ما درته ووئيل چې د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ. ۳۰مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل ۳۱او په بيابان کښې يې چې څۀ وکړل. نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى. ۳۲خو د دې هرې خبرې باوجود، تاسو بيا هم په مالِک خُدائ يقين نۀ کولو، ۳۳اګر کۀ هغه همېشه ستاسو نه مخکښې روان وو چې ستاسو دپاره د خېمو لګولو ځائ ولټوى. ستاسو د لارښودنې دپاره هغه به ستاسو په مخکښې د شپې د اور په ستن کښې او د ورځې د وريځې په ستن کښې روان وو.

د مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له سزا ورکول

۳۴مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه واورېدل او په غصه شو، نو هغۀ دا قسم وخوړو او وې فرمائيل، ۳۵ستاسو د دې بدعمله نسل نه يو کس به هم هغه زرخېز مُلک ته ورننه نۀ وځى چې د کوم د ورکولو لوظ ما ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے. ۳۶صِرف د يفُنه زوئ کالب به ورننوځى. ځکه چې هغه په ما ايمان لرى او زۀ به هغۀ او د هغۀ اولاد له هغه مُلک ورکړم د کوم چې هغۀ معلومات حاصل کړى دى. ۳۷ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې. ۳۸خو د خپل مددګار، د نون زوئ يشوَع، حوصله مضبوطه کړه. هغه به اِسرائيليان بوځى چې هغه مُلک قبضه کړى. ۳۹بيا مالِک خُدائ مونږ ټولو ته وفرمائيل چې، ستاسو واړۀ بچى به هغه مُلک ته ورننه وځى، چې هغوئ په ښۀ او بد نۀ پوهيږى. هغه ماشومان چې تاسو ووئيل چې ستاسو دشمنان به يې ونيسى. زۀ به هغوئ له هغه مُلک ورکوم او هغوئ به يې قبضه کوى. ۴۰خو اوس تاسو واپس وګرځئ او واپس بيابان ته په هغه لار لاړ شئ کومه چې بحرِقُلزم ته ځى. ۴۱تاسو ووئيل، موسىٰ، مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده. خو اوس به مونږ حمله وکړُو، چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم کړے دے. بيا ستاسو هر يو کس د جنګ دپاره تيار شو، خيال مو دا وو چې د غرونو مُلک قبضه کول به آسان کار وى. ۴۲خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ له خبردارے ورکړه چې حمله ونۀ کړى، ځکه چې زۀ به د هغوئ مل نۀ يم او دشمن به هغوئ له شکست ورکړى. ۴۳مالِک خُدائ چې څۀ فرمائيلى وُو نو هغه ما تاسو ته وفرمائيل، خو تاسو هغې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د خپل غرور سره د غرونو مُلک ته روان شوئ. ۴۴نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو. ۴۵بيا تاسو د مالِک خُدائ په مخکښې وژړل، خو نۀ هغۀ ستاسو فرياد واورېدو او نۀ يې درته غوږ ونيوو.

په بيابان کښې ډېره موده پاتې کېدل

۴۶نو د هغې نه پس مونږ په قادِس کښې ډېر وخت ايسار وُو.

Previous chapter