اعمال د رسولانو

دوېم باب

د روحُ القُدس نازلېدل

۱د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو، ۲ناګهانه د آسمان نه د تېز باد په شان آواز راغلو او په هغه ټول کور کښې خور شو چرته چې هغوئ ناست وُو. ۳او هغوئ د اور په شان ژبې وليدلې چې په خپلو کښې جدا شوې، او په هغوئ هر يو نازلې شوې. ۴او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو. ۵هغه وخت په يروشلم کښې د آسمان د لاندې د هر قوم نه راغلى پرهيزګاره يهوديان اوسېدل. ۶کله چې هغوئ دا آواز واورېدلو نو ګڼه راجمع شوه او هغوئ په دې حېران شول ځکه چې هغوئ هر يو په خپله خپله ژبه د هغوئ نه خبرې اورېدلې. ۷په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟ ۸نو بيا دا څنګه کېدے شى چې مونږ هر يو د هغوئ نه زمونږ په مورنۍ ژبه خبرې اورو؟ ۹يعنې پارتهيان، ميديان، عيلاميان، او د مسوپتاميه اوسېدونکى، د يهوديه، کپدوکيه، پونطوس، آسيه، ۱۰فروګيه، پمفوليه، مِصر، ليبيا د ضلعو چې د کرينى طرف ته دى او هم رومى مسافران، ۱۱يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“ ۱۲هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“ ۱۳خو ځينو په هغوئ پورې ټوقې وکړې او وئ وئيل چې، ”دوئ د شرابو په نشه کښې دى.“

د پطروس بيان

۱۴بيا پطروس د نورو يوولسو تنو سره پاڅېدو او په اوچت آواز يې ګڼې ته بيان وکړو، ”اے يهوديانو ملګرو او د يروشلم اوسېدونکو، څۀ چې زۀ وايم هغه غور سره واورئ. ۱۵دا کسان د شرابو په نشه کښې نۀ دى لکه څنګه چې ستاسو خيال دے ځکه چې اوس خو لا د سحر نهۀ بجې دى. ۱۶خو دا هغه څۀ دى چې يوايل نبى د هغې په حقله وئيلى وُو چې، ۱۷خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى. ۱۸تر دې چې زۀ به په هغه ورځو کښې په خپلو نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح هم نازل کړم او هغوئ به نبوت کوى. ۱۹او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم. ۲۰نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى. ۲۱خو څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. ۲۲اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده. ۲۳دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو. ۲۴خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى. ۲۵حضرت داؤد د هغۀ په حقله فرمائى چې، ”زۀ په دې پوهېږم مالِک خُدائ همېشه راسره دے. هغه ما سره په خوا کښې دے نو زۀ به نۀ غورزېږم. ۲۶نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى، ۲۷ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې. ۲۸تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما ته راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما ته راکړې.“ ۲۹زما دوستانو، زۀ به درته په اطمينان سره دا ووايم چې نيکۀ داؤد وفات شوے وو او ښخ کړے شوے وو او د هغۀ قبر تر نن ورځې دلته موجود دے. ۳۰خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى. ۳۱هغه د مستقبل نه خبر وو نو هغۀ د مسيح د بيا ژوندى کېدو په حقله وئيل چې، نۀ به هغه عالمِ ارواح کښې پرېښودلے شى، او نۀ به د هغۀ بدن خاوره کېدو ته پرېښودلے شى. ۳۲هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو. ۳۳نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ. ۳۴خو داؤد په خپله آسمان ته نۀ وو ختلے خو هغه هم وائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، ۳۵ترڅو چې ستا دشمنان ستا تر پښو لاندې کړم.“ ۳۶نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“ ۳۷چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“ ۳۸پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى. ۳۹ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“ ۴۰او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“ ۴۱چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول. ۴۲ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.

د ايماندارانو په خپلو کښې ژوندون تېرول

۴۳په هر چا يره وه ځکه چې رسولانو د خُدائ پاک په وسيله معجزې او عجيبه کارونه کول. ۴۴او ټول ايمانداران په يو ځائ راجمع کېدل او په هر څۀ کښې شريک وُو. ۴۵او هغوئ خپل مال اسباب خرڅولو او هر چا ته يې د حاجت په مطابق پېسې ورکولې. ۴۶هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو. ۴۷هغوئ د خُدائ پاک ثنا وئيله، او ټول خلق ترې راضى وُو. هره ورځ څومره خلقو چې خلاصون موندلو نو مالِک د هغوئ په ډله کښې شاملول.