د تواريخ دوېم کِتاب

دوېم باب

د خُدائ پاک د کور د عمارت دپاره تيارے کول

۱سليمان فېصله وکړه چې يو کور جوړ کړى چرته به چې د مالِک خُدائ د نوم عبادت کيږى او د خپل ځان دپاره يو شاهى محل هم جوړ کړى. ۲هغۀ اويا زره سړى د سامان راوړلو او اتيا زره سړى يې د غرونو نه د کاڼو د راويستلو دپاره مقرر کړل. درې زره او شپږ سوه داسې نور سړى وُو چې د کار مشرى يې کوله. ۳سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو. ۴زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ. ۵زۀ چې کوم کور جوړوم نو هغه به عظيم کور وى، ځکه چې زمونږ خُدائ پاک د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے. ۶خو په حقيقت کښې بيا هم څوک د خُدائ پاک دپاره کور نۀ شى جوړولے، ځکه چې په لويو آسمانونو کښې هغه نۀ شى ځائېدلے. نو زۀ څوک يم چې د هغۀ دپاره يو کور جوړ کړم، بغېر د دې نه چې يو ځائ جوړ کړم چې د هغۀ په وړاندې په کښې نذرانې پېش کيږى؟ ۷نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى. ۸ما ته پته ده چې ستاسو د لرګو وهونکى سړى ډېر تکړه دى، نو ما له د لبنان نه د دِيار، سبر ونې او صُندل لرګى راولېږه. زما سړى به ستاسو د سړو مدد کوى، ۹چې ډېر زيات لرګى تيار کړى، ځکه چې زما د خُدائ پاک د کوم کور د جوړولو اراده ده هغه به لوئ او بې‌مثاله وى. ۱۰ګوره، ستا د کاريګرانو په مزدورۍ کښې به دوه زره ټنه غنم او دوه زره ټنه اوربشې، څلور لاکه ليټره مے او څلور لاکه ليټره د زيتُونو تېل درولېږم.“ ۱۱د صور بادشاه حيرام سليمان له په جواب کښې يو خط ولېږلو. هغۀ ورته ليکلى وُو، ”مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى نو په دې وجه هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړې. ۱۲د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے. هغۀ داؤد بادشاه له يو هوښيار زوئ ورکړے دے، چې د پوهې او مهارت خاوند دے، چې اوس د هغۀ منصوبه دا ده چې د مالِک خُدائ دپاره يو کور او د خپل ځان دپاره يو محل جوړ کړى. ۱۳زۀ تا له يو قابل او تکړه اُستاذ درلېږم چې د هغۀ نوم حيرام دے. ۱۴د هغۀ مور د دان د قبيلې وه او د هغۀ پلار د صور اصلى اوسېدونکے وو. هغه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، اوسپنې، کاڼو او د لرګو د څيزونو په جوړولو باندې پوهيږى. هغه د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ او د لټې د کپړې په کار پوهيږى. هغه هر قِسم پاخۀ ليکل کولے شى او چې هغۀ له هر څنګه نقشه ورکړے شى نو په هغې عمل کولے شى. هغه پرېږده چې ستا د تکړه کاريګرو سره او د هغوئ سره کار وکړى چا چې ستا د پلار يعنې د داؤد بادشاه دپاره کار کړے وو. ۱۵نو اوس مونږ له هغه غنم، اوربشې، مے او د زيتُونو تېل راولېږه چې تا يې وعده کړې ده. ۱۶د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“

د خُدائ پاک د کور جوړېدل شروع کېدل

۱۷سليمان بادشاه د هغه ټولو مسافرو مردم‌شمارى وکړه چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې اوسېدل، هم هغه شان مردم‌شمارى څنګه چې د هغۀ پلار داؤد اخستې وه. هلته يو لاک درې پنځوس زره او شپږ سوه مسافر اوسېدونکى وُو. ۱۸هغۀ اويا زره کسان د سامان د وړلو راوړلو دپاره او اتيا زره کسان يې په غرونو کښې د کاڼو پرې کولو دپاره مقرر کړل او درې زره او شپږ سوه مشران يې د دې دپاره مقرر کړل چې د خلقو نه کار اخلى.