۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

څلورم باب

دَ خُدائے دَ خوشحالولو ژوندُون

۱لنډه دا چه اَئے وروُڼو! مُونږ تاسو ته دا خواست کوُو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته نصيحت کوُو چه څۀ رنګ چه تاسو زمونږ نه دَ مُناسب چال چلن اَؤ دَ خُدائے دَ خوشحالولو تعليم مُوندلے وو اَؤ څنګه چه تاسو چلن کوئ هم هغسے دِ ترقى ومُومئ. ۲ځکه چه تاسو پوهيږئ چه مُونږ تاسو ته دَ مالِک عيسىٰ دَ طرفه څۀ حُکمُونه دررسولى دى. ۳نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ. ۴اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى، ۵نۀ دَ شهوت دَ جوشه دَ هغه قومُونو په شان چه خُدائے نۀ پيژنى. ۶ځکه دَ ښځے اَؤ سړى په معامله کښے يو سړے دِ هم خپل ورور سره په دے اَمر کښے زياتے اَؤ ټګى ونۀ کړى، ځکه چه مالِک دَ دے ټولو کارُونو بدله آخستُونکے دے، ځکه خو مُونږ تاسو ته اول هم خبردارے درکړے وو. ۷خُدائے پاک مُونږ دَ ناپاکئ دَ پاره نه، بلکه دَ پاکوالئ دَ پاره رابللى يُو. ۸نو چه څوک دا نۀ منى، هغه اِنسان نه، بلکه خُدائے نۀ منى چه تاسو له خپل رُوحُ القُدس درکوى.

۹خو دَ ورورولئ په مينه تاسو ته دَ څۀ ليکلو حاجت نِشته ځکه چه تاسو په خپلو کښے دَ مينے تعليم دَ خدايه مُوندلے دے چه يو بل سره مينه لرئ. ۱۰اَؤ دَ مِکدونيه دَ ټولو ايماندارانو سره هم مينه لرئ. مګر اَئے ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دا نصيحت کوُو چه په مخه ترقى کوئ ۱۱اَؤ څنګه چه مُونږ تاسو ته حُکم درکړے دے، په قلاره اوسئ اَؤ په خپل کار کښے مشغُول اَؤ په خپلو لاسُونو دَ محنت کولو په کسب کښے همت کوئ. ۱۲دَ دے دَ پاره چه دَ غير ايماندارانو سره دَ سړيتوب سلُوک کوئ اَؤ دَ هيچا مُحتاج مۀ شئ.

دَ مالِک راتلل

۱۳اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړو چه دَ هغوئ په باب کښے چه مړۀ کيږى تاسو بے خبره پاتے شئ، دَ دے دَ پاره چه دَ نورو په شان چه نا اُميده وى، تاسو غمژن مۀ شئ. ۱۴ځکه چه مُونږ ته دا يقين دے چه عيسىٰ مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائے هغه څوک هم چه دَ عيسىٰ په ايمان کښے مړۀ شو ى دى، دَ عيسىٰ په وسيله دَ هغۀ سره راولى.

۱۵ځکه مُونږ تاسو ته دَ مالِک دَ کلام په مُطابق وايُو چه مُونږ څوک چه ژوندى يُو اَؤ دَ مالِک تر راتلو پورے به پاتے شُو خو دَ مړ شوو نه به هيڅ کله هم وړاندے کيږو نه. ۱۶ځکه چه مالِک به په خپله دَ آسمان نه دَ چغے، اَؤ دَ مُقربے فرښتے دَ آواز، اَؤ دَ خُدائے دَ بګل دَ آواز سره راکُوزيږى، اَؤ اول به هغه څوک چه په مسيح کښے مړۀ شوى دى راژوندى شى. ۱۷اَؤ بيا به مُونږ څوک چه ژوندى پاتے يُو، دَ هغوئ سره په وريځو کښے پورته کړے شُو دَ دے دَ پاره چه په هوا کښے دَ مالِک اِستقبال وکړُو، اَؤ دغه شان به دَ مالِک سره تل تر تله اوسُو. ۱۸نو تاسو په دے خبرو يو بل له تسلى ورکوئ.