۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دريم باب

۱دَ دے دَ پاره کله چه مُونږ نوره جُدائى برداشت نۀ کړے شوه نو په اتينے کښے مو يواځے پاتے کيدل خوښ کړل، ۲اَؤ تيموتيوس زمُونږ ورور اَؤ دَ مسيح په زيرى کښے دَ خُدائے خادم مو دَ دے دَ پاره درواستولو چه هغه تاسو مظبُوط کړى اَؤ ستاسو دَ ايمان په حقله تاسو له تسلى درکړى، ۳چه دَ دے مُصيبتُونو په وجه څوک ونۀ ويريږى، ځکه چه تاسو په خپله پوهه يئ چه مُونږ دَ دے دَ پاره مقرر کړى شوى يُو. ۴بلکه اول هم چه مُونږ تاسو سره وُو نو تاسو ته به مو وئيل چه مُونږ به تکليفُونه وزغمُو، نو هغسے وشوه اَؤ تاسو ته هم معلُومه ده. ۵دَ دے دَ پاره هر کله چه ما نور زيات برداشت ونۀ کړے شو نو ستاسو دَ ايمان دَ حال معلُومولو دَ پاره مے تيموتيوس درواستوو چه هسے نه چه شيطان تاسو آزمائيلے يئ اَؤ زمُونږ محنت بے فائدے شى.

۶خو اوس چه تيموتيوس له تاسو نه بيرته راغے اَؤ ستاسو دَ ايمان اَؤ دَ مينے ښے خبرے ئے راؤړے، اَؤ مُونږ ته ئے ووے چه تاسو تل زمُونږ خير غواړئ اَؤ زمُونږ دَ ليدو داسے په تلوسه يئ لکه چه مُونږ دَ ستاسو، ۷نو ائے وروڼو! مُونږ دَ خپل ټول کړاؤ اَؤ مُصيبت سره ستاسو دَ ايمان په وجه تسلى ومُونده. ۸ځکه چه که اوس تاسو دَ مالِک په يووالى کښے قائم يئ نو مُونږ به تسلى يُو. ۹ستاسو په وجه دَ خپل خُدائے په وړاندے چه مُونږ ته څومره خوشحالى حاصله ده، دَ هغے په بدل کښے مُونږ ستاسو په باب څنګه په ښۀ شان سره دَ خُدائے شکر کولے شُو؟ ۱۰مُونږ شپه اَؤ ورځ ډيره دُعا کوُو چه تاسو ووينو اَؤ ستاسو دَ ايمان کمے پُوره کړو.

۱۱اوس زمُونږ خُدائے اَؤ پلار په خپله اَؤ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح دِ ستاسو په طرف زمُونږ لار سمه کړى. ۱۲اَؤ مالِک دِ داسے وکړى چه څنګه چه زمونږ تاسو سره مينه ده، داسے دِ ستاسو په خپلو کښے يو تر بله مينه لرئ، اَؤ دَ ټولو خلقو سره دِ هم زياتيږى اَؤ لوئيږى، ۱۳دَ دے دَ پاره چه ستاسو زړُونه دِ داسے مظبُوط کړى چه کله چه زمُونږ مالِک عيسىٰ دَ خپلو پاکانو سره راشى نو هغه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په وړاندے په پاکوالى کښے بے عيبه وګرزى.