۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

پنځم باب

۱نو اَئے ورُوڼو! دَ دے خبرے هيڅ حاجت نِشته چه دَ وختُونو اَؤ دَ موقعو په بابت تاسو ته څۀ وليکلے شى، ۲ځکه چه تاسو په خپله په دے ښۀ پوهيږئ چه دَ مالِک دَ راتلو ورځ دغه شان راتلُونکے ده لکه چه دَ شپے غل راځى. ۳څۀ وخت چه به خلق وائى چه ”سلامتيا اَؤ امن دے“ هم هغه وخت به په دوئ دغه شان ناڅاپى هلاکت راشى لکه اُميدواره ښځه چه په دړدونو کښے شى، اَؤ هغوئ به هيڅ کله بچ نۀ شى. ۴خو تاسو اَئے ورُوڼو! په تيارۀ کښے نۀ يئ چه هغه ورځ به په تاسو په حيرانتيا لکه دَ غل راشى. ۵ځکه چه تاسو ټول دَ نُور اَؤ دَ ورځے يئ، مُونږ نۀ دَ شپے يُو اَؤ نۀ دَ تيارے. ۶نو دَ نورو په شان اُوده پاتے نۀ شُو بلکه ويښ اَؤ بيدار اوسُو. ۷ځکه چه څوک چه اُودۀ کيږى هغه په شپه کښے اُودۀ کيږى، اَؤ څوک چه نشه کيږى هغه په شپه کښے نشه کيږى. ۸خو مُونږ چه دَ ورځے يُو مُونږ بايد بيدار اوسُو، اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ مينے زغره آغوستے اَؤ دَ خلاصون دَ اُميد ټوپئ په سر کړُو. ۹ځکه چه خُدائے مُونږ دَ غضب دَ پاره نه، بلکه دَ دے دَ پاره مُقرر کړى يُو چه مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصُون بيا مُومُو. ۱۰اَؤ هغه زمونږ دَ خاطره ځکه مړ شو چه که مُونږ بيدار يُو يا که اُودۀ، ټول دَ هغۀ سره ژوند تير کړُو. ۱۱نو تاسو يو بل ته تسلى ورکړئ اَؤ دَ يو بل دَ ترقئ سبب جوړ شئ، اَؤ بے شکه چه تاسو داسے کوئ هم.

آخرى نصيحتُونه

۱۲اَؤ اَئے ورُوڼو! مُونږ تاسو ته خواست کوُو، څوک چه په تاسو کښے خوارى کوى اَؤ په مالِک کښے تاسو ته لار ښوُونکى وى اَؤ تاسو ته نصيحت کوى دَ هغوئ قدر کوئ. ۱۳اَؤ دَ هغوئ دَ کار په سبب په مينه دَ هغوئ عزت کوئ، اَؤ په خپلو کښے صُلح لرئ.

۱۴اَؤ اَئے ورُوڼو! مُونږ درته دا نصيحت کوُو چه سُستو خلقو ته خبردارے ورکوئ، کم همتو ته دلاسه ورکوئ اَؤ کمزورى راټينګوئ، ټولو سره زغم کوئ. ۱۵ګورئ چه څوک دَ بدئ په بدله کښے بدى ونۀ کړى بلکه هميشه په نيکئ پسے ګرزئ، دَ يو بل سره اَؤ دَ نورو سره هم.

۱۶هر وخت خوشحاله اوسئ. ۱۷په دعا کښے ناغه مه کوئ. ۱۸اَؤ په هر حال کښے شکر کوئ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو په حقله دَ خُدائے دغه رضا ده.

۱۹دَ رُوحُ القُدس دَ اثر لرے کولو کوشِش مۀ کوئ. ۲۰دَ نبوتُونو سپکاوے مه کوئ. ۲۱ټولے خبرے آزميئ اَؤ چه کُومے خبرے ښے وى هغه راټينګوئ. ۲۲دَ هر قِسم بدئ نه ځان ساتئ.

۲۳خُدائے چه دَ سلامتئ سر چينه دے تاسو دِ په خپله بلکل پاک کړى، اَؤ ستاسو رُوح اؤ ځان اَؤ تن دِ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورے پُوره بے عيبه وساتى. ۲۴ستاسو رابلُونکے رښتُونے دے، هغه به هم دغسے کوى.

۲۵اَئے ورُوڼو! زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ.

۲۶په پاکه مينه يو بل ښکل کړئ اَؤ ټولو وروڼو ته زمُونږ سلام ووايئ.

۲۷زَۀ تاسو ته دَ مالِک په نُوم حُکم درکوم چه دا خط ټولو ورُوڼو ته واؤروئ

۲۸زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى.

بل څپرکۍ