دَ پطروس رسُول اول خط

دويم باب

ژوندے کاڼے اَؤ پاک قوم

۱نو بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه اَؤ هر قِسم بده وينا پريږدئ. ۲دَ نؤو پيدا شوو بچو په شان دَ خالِص رُوحانى پيو خواهشمند اوسئ چه دَ هغو په وسيله دَ خلاصُون مُوندلو دَ پاره لوئيږئ. ۳تاسو دَ مالِک دَ مهربانه کيدو خوند څکلے دے.

۴نو مسيح ژوندى کاڼى له راشئ چه بنى آدمو رد کړے خو خُدائے قيمتى غوره کړے دے. ۵تاسو هم دَ ژوندو کاڼو په شان دَ خُدائے رُوحانى کور جوړ شئ چه دَ کاهنانو مُقدسه فرقه په جوړيدو داسے رُوحانى قُربانئ پيش کړئ چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائے ته قبُولے وى. ۶لکه چه په کتاب مُقدس کښے وئيلى دى چه : 

”ګورئ، زَۀ په صيون کښے دَ ګُوټ غوره کړے

اَؤ قيمتى کاڼے ږدم،

څوک چه به په هغۀ ايمان راؤړى

هغه به هيڅ کله شرمنده نۀ شى.“

۷نو بيا ستاسو دَ پاره چه ايمان مو راوړے دے، هغه کاڼے قيمتى دے، خو څوک چه ايمان نۀ راؤړى دَ هغوئ دَ پاره : 

”کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو

هغه دَ ګُوټ سر کاڼے شو.“

۸اَؤ

”دَ تيندک کاڼے اَؤ دَ ټکر خوړلو ګَټ شو“

ځکه چه هغوئ نافرمان دى اَؤ دَ کلام سره تيندک خورى، اَؤ هغوئ هم دَ دے دَ پاره مُقرر شوى وُو.

۹خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، دَ شاهى کاهنانو فرقه، مُقدس قوم، اَؤ دَ خُدائے خپل اُمت يئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ لوئے کارُونه ښکاره کړئ چه تاسو ئے دَ تيارے نه خپلے عجيبه رڼا ته رابللى يئ. ۱۰وړُومبے تاسو دَ خُدائے اُمت نۀ وئ خو اوس دَ خُدائے اُمت يئ، په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.

دَ خُدائے دَ خدمتګارانو په شان ژوندُون تيرول

۱۱خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ، دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى. ۱۲اَؤ په غيرو قومُونو کښے خپل چال چلن نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے هغوئ تاسو بدکار ګڼى اَؤ ستاسو بد وائى، ستاسو دَ نيکو کارُونو په ليدو اَؤ دَ هغو په سبب دَ ملاحظے په ورځ چه خُدائے په هغوئ نظر وکړى.

۱۳مالِک دَ خاطره دَ بنى آدم دَ هر يو اِنتظام تابع اوسئ، دَ بادشاه په دے سبب چه هغه دَ ټولو نه لوئے دے، ۱۴اَؤ دَ حاکمانو په دے سبب چه هغه دَ بدکارانو دَ سزا دَ اَؤ نيکانو دَ تعريف دَ پاره هغۀ راليږلى دى. ۱۵ځکه چه دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو نيکى وکړئ اَؤ دَ ناپوهه خلقو دَ جهالت خبرے بند کړئ. ۱۶اَؤ خپل ځانُونه آزاد وګڼئ، خو دا آزادى دَ بدئ پړده مه جوړوئ بلکه خپل ځانُونه دَ خُدائے بنده ګان ګڼئ. ۱۷دَ ټولو عزت کوئ، دَ ايماندارانو سره مينه لرئ، دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ بادشاه عزت کوئ.

دَ مسيح دَ مُصيبتُونو زغملو نمُونه

۱۸اَئے غُلامانو! ډير په اِحترام سره دَ خپلو مالِکانو تابع اوسئ، نۀ يواځے دَ نيکانو اَؤ حليمانو بلکه دَ بدمزاجه هم. ۱۹ځکه چه که څوک دَ خُدائے په خيال ناحق مُصيبتُونه اَؤ دړد وزغمى نو دا غوره ده. ۲۰ځکه چه که تاسو په ګُناه کولو سُوکُونه وخوړل اَؤ صبر مو وکړو، نو فخر دَ څۀ خبرے؟ خو که په نيکئ کولو مُصيبت وزغمئ نو دَ خُدائے په نِزد دا غوره ده. ۲۱اَؤ تاسو دَ دے دَ پاره رابللى شوى يئ، ځکه چه مسيح هم ستاسو دَ پاره مُصيبت وزغمو اَؤ تاسو ته ئے يوه نمُونه درکړے ده چه دَ هغۀ په قدم روان شئ.

۲۲”نۀ هغۀ څۀ ګُناه وکړه،

اَؤ نۀ دَ هغه دَ خُلے نه دَ څۀ فريب خبره ووتله.“

۲۳نۀ هغۀ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل کول اَؤ نۀ ئے په مُصيبتُونو زغملو چا ته دپکه ورکوله بلکه خپل ځان ئے رښتُونى اِنصاف کوُونکى ته وسپارلو. ۲۴هغۀ زمُونږ ګُناهُونه سولئ ته دَ خپل ځان سره يوړل دَ دے دَ پاره چه مُونږ ګُناهُونو ته مړۀ شو اَؤ دَ صداقت دَ پاره ژوند تيروُو، اَؤ دَ هغۀ په زخمونو تاسو شفا ومُوندله. ۲۵ځکه چه وړُومبے تاسو دَ بے لارے ګډو په شان ګرزيدلئ خو اوس دَ خپلو رُوحُونو شپُونکى اَؤ څاروُنکى ته بيا راغلى يئ.