۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ پطروس رسُول اول خط

دريم باب

ښځے اَؤ خاوندان

۱اَئے ښځو! هم دغه شان تاسو هم دَ خپلو خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ، ځکه چه که په هغو کښے ځنے دَ خُدائے کلام نۀ منى چه بيا هم ستاسو پاک چال چلن ته وګورى اَؤ خُدائے ته راواؤړى، ۲يعنے چه ستاسو پاکيزه ګئ اَؤ اِحترام ته وګورى نو دَ څۀ وئيلو نه بغير دَ خپلو خپلو ښځو دَ چال چلن په وجه. ۳اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل، ۴بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے. ۵اَؤ په وړُومبئ زمانه کښے هم په خُدائے اُميد لرُونکو پاکو ښځو خپل ځانُونه دغه شان سنګارول اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسيدلے، ۶لکه چه ساره دَ اِبراهيم په حُکم کښے اوسيدله اَؤ هغۀ ته ئے مالِک وئيل. که تاسو هم چرے نيکى کوئ اَؤ دَ څۀ بلا نه نۀ ويريږئ نو دَ هغے لُوڼه شئ.

۷اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ، عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.

دَ صداقت په وجه زغم تيرول

۸غرض دا چه ټول په يو زړۀ اَؤ په همدردئ اوسيږئ، دَ ورورولئ مينه لرئ، نرم زړۀ اَؤ حليمان شئ. ۹دَ بدو په بدل کښے بد مه کوئ اَؤ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل مه کوئ، بلکه دَ دے په ځائے برکت غواړئ ځکه چه تاسو دَ برکت دَ وارث کيدو دَ پاره رابللى شوى يئ. ۱۰ځکه چه

”هر څوک چه دَ ژوندانه خوشحاله کيدل

اَؤ ښے ورځے ليدل غواړى،

هغه دِ ژبه دَ بدئ نه اَؤ شُونډے دَ فريب

دَ خبرو کولو نه وساتى،

۱۱دَ بدئ نه دِ ځان وساتى اَؤ په نيکئ دِ عمل کوى،

دَ صُلح طلبګار دِ وى اَؤ دَ هغے په کوشِش کښے دِ وى.

۱۲ځکه چه دَ مالِک سترګے دَ صادِقانو طرف ته دى

اَؤ دَ هغۀ غوږُونه دَ هغوئ دَ دُعا دَ پاره څک دى،

خو دَ بدکارانو نه مخ اړوى.“

۱۳که تاسو په نيکئ کولو کښے بوخت يئ نو دَ تاسو سره بدى کوُونکے څوک دے؟ ۱۴اَؤ که دَ صداقت دَ خاطره مُصيبتُونه هم وزغمئ نو تاسو بختور يئ. ”دَ هغوئ په ويرولو مه ويريږئ اَؤ زړُونه مه بائيلئ.“ ۱۵بلکه مسيح مالِک وګڼئ اَؤ په خپلو زړُونو کښے ئے مُقدس ګڼئ، اَؤ چه څوک ستاسو نه ستاسو دَ اُميد دَ وجے تپوس وکړى هغۀ ته دَ جواب ورکولو دَ پاره هر وخت تيار اوسئ، ۱۶خو په نرم مزاجئ اَؤ په اِحترام سره. اَؤ نيت هم نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے چه په تاسو بد وئيلے شى چه په هغو کښے هم هغه خلق شرمنده شى چه ستاسو مسيحى نيک چلن ته بدرد وائى. ۱۷ځکه چه که دَ خُدائے دغه مرضى وى چه تاسو دِ دَ نيکئ کولو په سبب مُصيبت وزغمئ، نو دا دَ بدئ کولو په سبب دَ مُصيبت زغمُولو نه غوره دى. ۱۸مسيح ستاسو دَ ګُناهُونو دَ خاطره يو ځل هميشه دَ پاره مړ شو، يعنے صادِق دَ ګُناه ګارانو دَ پاره، دَ دے دَ پاره چه مُونږ خُدائے ته ورسوى. هغه په جسمانى طور مړ کړے شو خو په رُوحانى طور ژوندے کړے شو. ۱۹په دے شان هغه لاړو اَؤ هغه قيدى رُوحونو ته ئے پيغام ورکړو ۲۰چه په هغه وړُومبئ زمانه کښے دَ خُدائے نافرمانه وُو کله چه خُدائے دَ نُوح په وخت کښے په زغم اِنتظار کاوو، اَؤ هغه کِشتئ تياريدله په کُومه کښے چه څۀ لږ کسان، يعنے اَتۀ کسان سوارۀ شول اَؤ دَ اوبو نه تير شول اَؤ بچ شول. ۲۱اَؤ دا هم دَ دے اوبو مِثال دے کُومے چه تاسو اوس بچ کوى، يعنے بپتسمه چه دَ وجُود ناپاکى لرے کول نه، بلکه دَ عيسىٰ مسيح دَ بيا ژوندى کيدلو په وسيله خُدائے پاک ته دَ صفا زړۀ سوال دے، ۲۲چه عيسىٰ آسمان ته ختلے دے اَؤ دَ خُدائے ښى لاس ته ناست دے، اَؤ فرښتے اَؤ اِختيارات اَؤ قُدرتُونه دَ هغۀ تابع کړى شوى دى.