کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱نو بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه اَؤ هر قِسم بده وينا پريږدئ. ۲دَ نؤو پيدا شوو بچو په شان دَ خالِص رُوحانى پيو خواهشمند اوسئ چه دَ هغو په وسيله دَ خلاصُون مُوندلو دَ پاره لوئيږئ. ۳تاسو دَ مالِک دَ مهربانه کيدو خوند څکلے دے.
۴نو مسيح ژوندى کاڼى له راشئ چه بنى آدمو رد کړے خو خُدائے قيمتى غوره کړے دے. ۵تاسو هم دَ ژوندو کاڼو په شان دَ خُدائے رُوحانى کور جوړ شئ چه دَ کاهنانو مُقدسه فرقه په جوړيدو داسے رُوحانى قُربانئ پيش کړئ چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائے ته قبُولے وى. ۶لکه چه په کتاب مُقدس کښے وئيلى دى چه :
”ګورئ، زَۀ په صيون کښے دَ ګُوټ غوره کړے
اَؤ قيمتى کاڼے ږدم،
څوک چه به په هغۀ ايمان راؤړى
هغه به هيڅ کله شرمنده نۀ شى.“
۷نو بيا ستاسو دَ پاره چه ايمان مو راوړے دے، هغه کاڼے قيمتى دے، خو څوک چه ايمان نۀ راؤړى دَ هغوئ دَ پاره :
”کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو
هغه دَ ګُوټ سر کاڼے شو.“
۸اَؤ
”دَ تيندک کاڼے اَؤ دَ ټکر خوړلو ګَټ شو“
ځکه چه هغوئ نافرمان دى اَؤ دَ کلام سره تيندک خورى، اَؤ هغوئ هم دَ دے دَ پاره مُقرر شوى وُو.
۹خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، دَ شاهى کاهنانو فرقه، مُقدس قوم، اَؤ دَ خُدائے خپل اُمت يئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ لوئے کارُونه ښکاره کړئ چه تاسو ئے دَ تيارے نه خپلے عجيبه رڼا ته رابللى يئ. ۱۰وړُومبے تاسو دَ خُدائے اُمت نۀ وئ خو اوس دَ خُدائے اُمت يئ، په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.
۱۱خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ، دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى. ۱۲اَؤ په غيرو قومُونو کښے خپل چال چلن نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے هغوئ تاسو بدکار ګڼى اَؤ ستاسو بد وائى، ستاسو دَ نيکو کارُونو په ليدو اَؤ دَ هغو په سبب دَ ملاحظے په ورځ چه خُدائے په هغوئ نظر وکړى.
۱۳مالِک دَ خاطره دَ بنى آدم دَ هر يو اِنتظام تابع اوسئ، دَ بادشاه په دے سبب چه هغه دَ ټولو نه لوئے دے، ۱۴اَؤ دَ حاکمانو په دے سبب چه هغه دَ بدکارانو دَ سزا دَ اَؤ نيکانو دَ تعريف دَ پاره هغۀ راليږلى دى. ۱۵ځکه چه دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو نيکى وکړئ اَؤ دَ ناپوهه خلقو دَ جهالت خبرے بند کړئ. ۱۶اَؤ خپل ځانُونه آزاد وګڼئ، خو دا آزادى دَ بدئ پړده مه جوړوئ بلکه خپل ځانُونه دَ خُدائے بنده ګان ګڼئ. ۱۷دَ ټولو عزت کوئ، دَ ايماندارانو سره مينه لرئ، دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ بادشاه عزت کوئ.
۱۸اَئے غُلامانو! ډير په اِحترام سره دَ خپلو مالِکانو تابع اوسئ، نۀ يواځے دَ نيکانو اَؤ حليمانو بلکه دَ بدمزاجه هم. ۱۹ځکه چه که څوک دَ خُدائے په خيال ناحق مُصيبتُونه اَؤ دړد وزغمى نو دا غوره ده. ۲۰ځکه چه که تاسو په ګُناه کولو سُوکُونه وخوړل اَؤ صبر مو وکړو، نو فخر دَ څۀ خبرے؟ خو که په نيکئ کولو مُصيبت وزغمئ نو دَ خُدائے په نِزد دا غوره ده. ۲۱اَؤ تاسو دَ دے دَ پاره رابللى شوى يئ، ځکه چه مسيح هم ستاسو دَ پاره مُصيبت وزغمو اَؤ تاسو ته ئے يوه نمُونه درکړے ده چه دَ هغۀ په قدم روان شئ.
۲۲”نۀ هغۀ څۀ ګُناه وکړه،
اَؤ نۀ دَ هغه دَ خُلے نه دَ څۀ فريب خبره ووتله.“
۲۳نۀ هغۀ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل کول اَؤ نۀ ئے په مُصيبتُونو زغملو چا ته دپکه ورکوله بلکه خپل ځان ئے رښتُونى اِنصاف کوُونکى ته وسپارلو. ۲۴هغۀ زمُونږ ګُناهُونه سولئ ته دَ خپل ځان سره يوړل دَ دے دَ پاره چه مُونږ ګُناهُونو ته مړۀ شو اَؤ دَ صداقت دَ پاره ژوند تيروُو، اَؤ دَ هغۀ په زخمونو تاسو شفا ومُوندله. ۲۵ځکه چه وړُومبے تاسو دَ بے لارے ګډو په شان ګرزيدلئ خو اوس دَ خپلو رُوحُونو شپُونکى اَؤ څاروُنکى ته بيا راغلى يئ.