د يوحنا رسول اول خط

څلورم باب

دروغژن نبيان پېژندل

۱ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى. ۲نو دغه شان به مونږ په دې پوهه شُو چې کۀ چرې هغوئ سره د خُدائ پاک روح وى نو چې هغوئ دا اِقرار کوى چې عيسىٰ مسيح په انسانى شکل کښې راغلے دے، نو هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے. ۳او هر هغه څوک چې د عيسىٰ اِقرار نۀ کوى، نو هغه د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے. نو په داسې کس کښې خردجال روح دے، د کوم په حقله چې تاسو ته وئيلے شوى دى چې هغه راتلونکے دے، خو هغه اوس دُنيا ته راغلے هم دے. ۴خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے. ۵هغوئ د دُنيا دى نو ځکه دُنياوى خبرې کوى، نو ځکه دُنيا هم هغوئ ته توجو ورکوى. ۶خو مونږ د خُدائ پاک يُو او څوک چې خُدائ پاک پېژنى هغه زمونږ خبرې اورى، او څوک چې د خُدائ پاک نۀ دى، هغه زمونږ خبرې نۀ اورى. دغه شان مونږ د حقيقى او دروغژن روح تر مينځه فرق کولے شُو.

خُدائ پاک مينه دے

۷ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى. ۸خو څوک چې مينه نۀ کوى هغه خُدائ پاک نۀ پېژنى، ځکه چې خُدائ پاک مينه دے. ۹او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو. ۱۰رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو. ۱۱ګرانو دوستانو، نو چې خُدائ پاک مونږ سره دومره ډېره مينه وکړه نو بيا مونږ ته هم په کار دى چې د يو بل سره مينه وکړُو. ۱۲خُدائ پاک هيچا هم ليدلے نۀ دے، کۀ مونږ د يو بل سره مينه کوُو نو خُدائ پاک په مونږ کښې اوسيږى او د هغۀ مينه په مونږ کښې کامله شوې ده. ۱۳په دې وجه مونږ ته پته ده چې مونږ په هغۀ کښې اوسيږو او هغه په مونږ کښې اوسيږى ځکه چې هغۀ مونږ له خپل روحُ القُدس راکړے دے. ۱۴او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو. ۱۵څوک چې دا اِقرار کوى چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے نو خُدائ پاک په هغۀ کښې او هغه په خُدائ پاک کښې اوسى. ۱۶نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى. ۱۷او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو. ۱۸په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى. او هر څوک چې يريږى، په هغۀ کښې مينه کامله شوې نۀ ده. ۱۹مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه. ۲۰خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو. ۲۱دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166