د يوحنا رسول اول خط

درېم باب

۱تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے. ۲ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے. ۳او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے. ۴هر څوک چې ګناه کوى، هغه بې‌شرعې کارونه کوى، ګناه خو بې‌شرعې کارونه کول دى. ۵تاسو ته پته ده چې مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى، او په هغۀ کښې هيڅ ګناه نشته. ۶څوک هم چې په مسيح کښې اوسى، هغه به ګناه نۀ کوى، خو څوک چې په ګناه کښې لګيا وى، نۀ هغۀ مسيح ليدلے او نۀ يې پېژنى. ۷زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے. ۸خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى. ۹خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے. ۱۰هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.

يو بل سره مينه کوئ

۱۱نو دا هغه پېغام دے چې د شروع نه تاسو اورېدلے دے، هغه دا چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو. ۱۲مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو. ۱۳زما وروڼو او خوېندو، په دې حېرانېږئ مه چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى. ۱۴کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے. ۱۵هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى. ۱۶په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو. ۱۷کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟

د خُدائ پاک په مخکښې ډاډ

۱۸ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو. ۱۹نو په هم دې به مونږ پوهه شُو چې مونږ رښتينى يُو او خپل زړونه به د هغۀ په وړاندې مطمئن ساتو. ۲۰کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے. ۲۱ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو. ۲۲او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو. ۲۳او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو. ۲۴هغوئ څوک چې د خُدائ پاک په حُکمونو عمل کوى نو هغوئ په خُدائ پاک کښې اوسيږى او خُدائ پاک په هغوئ کښې اوسيږى. نو بيا به مونږ څۀ پوهه شُو چې هغه په مونږ کښې اوسيږى؟ مونږ د هغه روح په وسيله پرې پوهيږو کوم چې هغۀ مونږ له راکړے دے.