بل څپرکۍ

د يوحنا رسول اول خط

پينځم باب

په دُنيا غالب کېدل

۱ د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى. ۲ هم د دې نه مونږ ته پته لګى چې مونږ د خُدائ پاک روحانى بچو سره مينه کوُو، کله چې مونږ خُدائ پاک سره مينه کوُو او د هغۀ په حکمونو عمل کوُو. ۳ ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے. ۴ ځکه چې د خُدائ پاک هر يو روحانى بچے په دُنيا غالب شوے دے. او دا هغه کاميابى ده کومه چې د ايمان په وسيله مونږ حاصله کړې ده. ۵ هغه څوک دى چې په دُنيا فتح حاصلوى بغېر د هغوئ نه د چا چې په دې ايمان دے چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.

د خُدائ پاک د زوئ په حقله ګواهى

۶ عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے. ۷ نو درې ګواهان دى، ۸ يعنې روحُ القُدس، اوبۀ او وينه، او د درېو واړو يوه خبره ده. ۹ مونږ د انسان ګواهى قبلوُو خو د خُدائ پاک ګواهى د انسان په نسبت ډېره ښۀ ده او د خُدائ ګواهى دا ده چې هغۀ د خپل زوئ تصديق وکړو. ۱۰ هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده. ۱۱ او هغه ګواهى دا ده چې خُدائ پاک مونږ له د تل ژوندون راکړے دے او دا ژوندون د هغۀ په زوئ کښې دے. ۱۲ هر چا سره چې زوئ وى هغۀ سره ژوندون هم وى، او هر چا سره چې د خُدائ پاک زوئ نۀ وى هغۀ سره ژوندون نۀ وى.

د تل ژوندون پوهه

۱۳ زۀ دا څيزونه تاسو ته ليکم د چا چې د خُدائ پاک د زوئ په نامه ايمان دے، نو چې تاسو په دې پوهه شئ چې تاسو د تل عُمرى ژوندون خاوندان يئ. ۱۴ او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى. ۱۵ او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى. ۱۶ کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ. ۱۷ ټول بد کارونه ګناه ده خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ نۀ وى. ۱۸ مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى. ۱۹ مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده. ۲۰ او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے. ۲۱ زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.

بل څپرکۍ