۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

اُووم باب

دَ وادۀ په حق کښے مسئلے

۱کُومے خبرے چه تاسو ليکلى دى دَ هغے په حقله دا ده چه دَ سړى دَ پاره دا غوره ده چه وادۀ ونۀ کړى. ۲خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى. ۳خاوند دِ دَ خپلے ښځے حق پُوره کوى اَؤ دغه شان دِ ښځه دَ خپل خاوند. ۴ښځه دَ خپل بدن واکمنه نۀ ده بلکه خاوند دے. همدغه شان خاوند دَ خپل بدن واکمن نۀ دے بلکه ښځه ده. ۵تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ، اَؤ بيا يو ځائے شئ، داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى.

۶خو زَۀ تاسو ته دَ دے اِجازت درکوم خو حُکم نه. ۷اَؤ زَۀ خو دا غواړم چه څنګه چه زَۀ يم، هغسے دِ هر څوک وى خو هر چا ته له خُدائے نه خاص خاص توان ورکړے شوے دے، چا ته څنګه اَؤ چا ته څنګه.

۸نو زَۀ هغه چا ته چا چه وادۀ نۀ وى کړے اَؤ کونډو ته دا وايم چه دَ هغوئ دَ پاره زما په شان پاتے کيدل غوره دى. ۹خو که هغوئ صبر نۀ شى کولے نو وادۀ دِ وکړى ځکه چه وادۀ کول دَ مستئ نه غوره دى.

۱۰خو چه دَ چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زَۀ نه، بلکه مالِک حُکم ورکوى چه ښځه دِ خپل خاوند پرے نۀ ږدى. ۱۱اَؤ که ئے پريږدى نو يا خو دِ وادۀ ونۀ کړى يا دِ دَ خپل خاوند سره بيا يو ځائے شى، اَؤ خاوند دِ هم خپله ښځه طلاقه نۀ کړى.

۱۲نورو ته هم زَۀ وايم، نه چه مالِک، چه که دَ چا ورور ښځه ايمانداره نۀ وى اَؤ دَ هغۀ سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ هغه طلاقه نۀ کړى. ۱۳اَؤ دَ کُومے ښځے چه خاوند ايماندار نۀ وى اَؤ دَ هغے سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ خاوند طلاق نۀ کړى ۱۴ځکه چه کُوم خاوند چه ايماندار نۀ وى، هغه دَ ښځے په وجه پاک ګڼلے شى اَؤ کُومه ښځه چه ايمانداره نۀ وى، هغه دَ ايماندار خاوند په وجه پاکه ګڼلے شى، ګنى ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى. ۱۵خو څوک چه بے ايمانه وى که هغه دَ خپل خاوند يا خپلے ښځے نه ځى نو پريږدئ چه لاړ شى. په داسے حالت کښے څوک ورور يا خور پابند نۀ دے، اَؤ خُدائے مُونږ دَ سلامتئ دَ پاره رابللى يُو. ۱۶ولے چه اَئے ښځے! تۀ څۀ خبره يئے، کيدے شى چه تۀ خپل خاوند بچ کړے. اَؤ اَئے سړيه! تۀ څۀ خبر ئے، کيدے شى چه تۀ خپله ښځه بچ کړے.

دَ مالِک نه ټاکلے شوے ژوندُون

۱۷خو څنګه چه مالِک هر يو ته توان ورکړے دے اَؤ څنګه چه خُدائے هر يو رابللے دے، هغه دِ هغه شان ګُزران کوى، اَؤ زَۀ ئے په ټولو جماعُتونو کښے په دغه شان مُقرروم. ۱۸که څوک سُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان دَ ناسُنت شوى په شان نۀ ښکاره کوى، اَؤ که څوک ناسُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان نۀ سُنت کوى. ۱۹ځکه چه سُنت شوے اَؤ نا سُنته داوړه هيڅ څيز نۀ دى بلکه دَ خدائے په حُکمونو عمل کول هر څۀ دى. ۲۰هر څوک چه په کُوم حالت کښے بللے شوے وى، په هغۀ کښے دِ پاتے شى. ۲۱که تۀ په غُلامئ کښے رابللے شوے وے نو پرواه مه کوه، خو که تۀ آزاديدے شے نو هغه اِختيار کړه. ۲۲ځکه چه څوک چه دَ غُلامئ په حالت کښے دَ مالِک رابللے شوے دے، هغه دَ مالِک آزاد کړے شوے دے. که څوک آزاد دَ مالِک رابللے شوے دے، هغه دَ مسيح غُلام دے. ۲۳تاسو په بيعه آخستے شوى يئ، دَ اِنسان غُلامان مه جوړيږئ. ۲۴اَئے ورُوڼو! څوک چه په کُوم حالت کښے رابللے شوے وى، هغه دِ په هغه حالت کښے دَ خُدائے سره پاتے شى.

پيغلے اَؤ کُونډے

۲۵څوک چه وادۀ شوى نۀ دى، دَ هغوئ په باب کښے ما سره دَ مالِک څۀ حُکم نِشته، خو زَۀ خپله رائے درکوم لکه څوک چه پرے دَ مالِک رحم شوے دے، چه ايماندار شى.

۲۶نو دَ موجوده نازکو حالاتو په وجه زما په خيال کښے دَ هر چا دَ پاره دا غوره ده چه څنګه چه دَئے وى، هم هغسے دِ پاتے شى. ۲۷که ستا ښځه وى نو هغے له دَ طلاق ورکولو کوشِش مه کوه اَؤ که ښځه دِ نۀ وى نو دَ وادۀ کولو خيال پريږده. ۲۸خو که تۀ وادۀ هم وکړے نو څۀ ګُناه نِشته، اَؤ که پيغله وادۀ شى نو هم ګُناه نِشته، خو داسے خلق به جسمانى تکليف بيا مُومى اَؤ زَۀ تاسو بچ کول غواړم.

۲۹خو اَئے ورُوڼو، زَۀ دا وايم چه وخت لنډ دے نو دَ وړاندے دَ پاره په کار دى چه دَ ښځو خاوندان دِ داسے وى لکه چه دَ هغوئ ښځے نِشته، ۳۰اَؤ ژړيدُونکى دِ داسے وى لکه چه ژاړى نه، اَؤ څوک چه خوشحالى کوى، هغوئ دِ داسے وى لکه چه خوشحالى نۀ کوى، اَؤ آخستُونکى دِ داسے وى لکه چه مال نۀ لرى، ۳۱اَؤ عيش کوُونکى دِ تش په دُنيا مئين نۀ وى ځکه چه دُنيا تيريدُونکے ده.

۳۲نو زَۀ دا غواړم چه تاسو بے غمه اوسئ. لونډ سړے دَ مالِک په فکر کښے وى چه څنګه به مالِک راضى کړى. ۳۳خو وادۀ کړے سړے دَ دُنيا په فکر کښے وى چه څنګه به خپله ښځه راضى کړى، ۳۴اَؤ دوه زړيه شى. نا وادۀ شوے اَؤ پيغله دَ مالِک په فکر کښے اوسيږى چه دَ هغے بدن اَؤ رُوح دواړه پاک وى، خو وادۀ شوے ښځه دَ دُنيا په فکر کښے اوسيږى چه څنګه به خپل خاوند راضى کړى.

۳۵دا ستاسو دَ فائدے دَ پاره وايم، نۀ چه ستاسو دَ ګيرولو دَ پاره بلکه دَ دے دَ پاره چه څۀ چه ښۀ وى، په هغے عمل وشى اَؤ تاسو دَ مالِک په خدمت کښے بے وسوسے آخته اوسئ.

۳۶اَؤ که څوک دا ګڼى چه زَۀ دَ خپلے هغے پيغلے حق وهم دَ چا ځوانى چه خرابيږى اَؤ زلمى دَ وادۀ ضرورت هم ګڼى نو اِختيار ئے دے. په دے کښے ګُناه نِشته، هغوئ دِ وادۀ وکړى ۳۷اَؤ هغه زلمى چه څۀ ضرورى نۀ ګڼى اؤ اِراده ئے کړے وى بلکه دَ خپلے اِرادے په پوره کولو وَس هم لرى چه زَۀ به خپله پيغله نۀ وادۀ کوم نو هغه ښۀ کوى. ۳۸نو څوک چه خپله پيغله وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، اَؤ څوک ئے چه نۀ وادۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.

۳۹تر څو چه دَ يوے ښځے خاوند ژوندے دے هغه دَ هغۀ پابنده ده، خو هر کله چه دَ هغے خاوند مړ شى نو دَ چا سره ئے چه زړۀ غواړى وادۀ کولے شى خو تش دَ ايماندار سره. ۴۰خو لکه څنګه چه ده، که هغه شان پاتے شى نو زما په خيال کښے زياته بختوره ده، اَؤ زما خيال دے چه دَ خُدائے رُوح په ما کښے هم دے.