۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

شپږم باب

دَ بے دينو په مخ کښے مُقدمه

۱آيا په تاسو کښے دا جُرات څنګه وشو چه هر کله چه ستاسو دَ بل چا سره جګړه وى نو دَ فيصلے دَ پاره بے دينه خلقو ته ځئ اَؤ پاکانو ته نۀ ځئ؟ ۲آيا تاسو نۀ پوهيږئ چه پاکان به دَ دُنيا اِنصاف کوى؟ نو چه تاسو ته دَ دُنيا اِنصاف کول دى نو ولے تاسو دَ معمُولى نه معمولى جګړو دَ فيصله کولو جوګه هم نۀ يئ څۀ؟ ۳آيا تاسو نۀ ئے خبر چه مُونږ به دَ فرښتو اِنصاف کوُو؟ نو بيا به تاسو عامے مُقدمے نۀ شئ فيصله کولے څۀ؟ ۴نو که په تاسو کښے عامے مُقدمے وى نو آيا تاسو به هغه مُنصفان مُقرروئ چه په جماعت کښے سپک ګڼلے شى څۀ؟ ۵زَۀ تاسو ته دَ شرمولو دَ پاره دا وايم چه آيا په تاسو کښے يو هم څوک هوښيار سړے نِشته چه هغه دَ دوؤ وروڼو په مينځ کښے فيصله وکړے شى؟ ۶بلکه په ورُوڼو کښے مُقدمے کيږى اَؤ هغه هم دَ بے دينو خلقو په وړاندے.

۷خو په اصل کښے په تاسو کښے لويه کمزورى دا ده چه په خپلو کښے مُقدمے کوئ. ظُلم زغمل ولے غوره نۀ ګڼئ؟ خپل نقصان ولے نۀ قبلوئ؟ ۸بلکه تاسو ظُلم کوئ اَؤ نُقصان وررسوئ، اَؤ هغه هم خپلو ورُوڼو ته! ۹آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان، ۱۰نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان. ۱۱اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.

دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ

۱۲ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم. ۱۳خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى. ۱۴خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.

۱۵آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه، هيڅ کله نه! ۱۶آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه :  ”نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.“ ۱۷اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى، هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى. ۱۸دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے. ۱۹آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ، ۲۰ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.