مخکینۍ څپرکۍ

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

اول باب

سلام اَؤ دَ خُدائے شکر

۱دَ پولوس دَ طرف نه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رابللے شوے رسُول، اَؤ دَ ورور سوستينس له طرف نه،

۲دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے، يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى، اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى،

۳زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى.

۴زَۀ ستاسو په حقله دَ خُدائے دَ هغه فضل په سبب چه په مسيح عيسىٰ کښے په تاسو وشو، هميشه دَ خُدائے شکر کوم. ۵چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے، په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئ. ۶هم دغه وجه ده چه دَ مسيح ګواهى په تاسو کښے قائمه شوه. ۷تر دے چه تاسو په يو نعمت کښے هم نيمګړى نۀ يئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظهُور په اِنتظار يئ، ۸څوک چه به تاسو تر آخره پورے قائم ساتى، دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ دَ اِلزام نه برى شئ. ۹خُدائے رښتُونے دے چا چه تاسو دَ خپل زوى، زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ شراکت دَ پاره رابللى يئ.

په جماعت کښے ډله بازى

۱۰نو اوس اَئے ورُوڼو، عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے، دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ، خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ. ۱۱ځکه چه اَئے ورُوڼو، ستاسو په نسبت ما ته دَ خلوئ دَ خاندان نه معلُومه شوے ده چه په تاسو کښے جګړے روانے دى. ۱۲زما مطلب دا دے چه په تاسو کښے څوک خو ځان ته دَ پولوس وائى، څوک دَ اپولوس، څوک دَ کيفا اَؤ څوک دَ مسيح. ۱۳آيا مسيح وويشلے شو؟ آيا پولوس ستاسو دَ پاره په سولئ کړے شو؟ آيا تاسو دَ پولوس په نُوم بپتسمه واخسته؟

۱۴دَ خُدائے شکر ګذار يم چه دَ کرسپوس اَؤ ګايُوس نه بغير ما په تاسو کښے يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړے، ۱۵دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه زما په نُوم ئے بپتسمه آخستے ده. ۱۶هو دَ ستِفانس خاندان ته هم ما بپتسمه ورکړے ده. نوره ما ته نۀ ده معلُومه چه ما بل چا ته بپتسمه ورکړے وى. ۱۷ځکه چه مسيح زَۀ بپتسمه ورکولو ته نۀ يم را استولے بلکه زيرے آؤرولو ته، اَؤ هغه هم دَ الفاظو په حِکمت نه، دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح سولئ بے تاثيره نۀ شى.

مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ حِکمت

۱۸ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے. ۱۹ځکه چه ليکلى دى چه : 

”زَۀ به دَ حکيمانو حِکمت نشت کړم

اَؤ دَ هوښيارانو عقل به رد کړم.“

۲۰نو حکيم چرته؟ هوښيار چرته؟ اَؤ چرته دَ دے دُنيا بحث کوُونکے؟ آيا خُدائے دَ دُنيا حِکمت ته بے وقوفى نۀ ده وئيلے؟

۲۱ځکه چه دَ خُدائے دَ حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو، نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى، اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى. ۲۲دغه شان يهُوديان دَ نخښے طالبان دى اَؤ يُونانيان دَ حِکمت په لټُون. ۲۳خو مُونږ په سولئ شوى مسيح زيرے ورکوُو چه دَ يهُوديانو په نِزد ټکَره اَؤ دَ غير قومُونو په نِزد بے وقوفى ده. ۲۴خو څوک چه رابللى شوى دى، که هغه يهوديان وى که يُونانيان، دَ هغوئ په نِزد مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ دَ خدائے حِکمت دے. ۲۵ځکه چه دَ خُدائے بے حِکمتى دَ بنى آدمو دَ حکمت نه زيات حِکمت دے اَؤ دَ خُدائے کمزورتيا دَ بنى آدمو دَ زور نه زياته زوره وره ده.

۲۶اَئے ورُوڼو! خپلے بلنے ته خو لږ فکر وکړئ چه ستاسو په مينځ کښے په اِنسانى طور خو ډير حکيمان، ډير زوره ور اَؤ ډير دَ اُوچت خاندان خلق راونۀ بللے شول. ۲۷خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى، اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى. ۲۸بلکه خُدائے دَ دُنيا کمينه، سپک اَؤ بے اَصله غوره کړل چه دَ وجُود خاوندان نِشت کړى، ۲۹دَ دے دَ پاره چه يو بشر هم دَ خُدائے په وړاندے لوئى ونۀ کړى. ۳۰خو تاسو دَ خُدائے له خوا په مسيح عيسىٰ سره يووالے لرئ چه زمُونږ دَ پاره دَ خُدائے له لورى حِکمت ګرزيدلے دے، يعنے صداقت اَؤ پاکوالے اَؤ فِديه. ۳۱لکه چه ليکلى دى :  ”څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک فخر کوى.“

مخکینۍ څپرکۍ