د لومړي تواریخ کتاب

پنځم فصل

د روبین اولاده

۱روبین د یعقوب مشر زوی ؤ، خو هغه د مشر زوی په توګه خپل حق له لاسه ورکړ، ځکه چې هغه د خپل پلار د یوې ښځې یعنې د خپلې میرې سره څملاست. د لومړني زېږېدل شوي زوی حق بیا د یوسف زامنو ته ور په برخه شو. روبین په نسب نامې کې د مشر په توګه شامل نه شو. ۲که څه هم یهودا په خپلو ورونو کې تر ټولو قوي شو، خو د مشرتوب حق د یوسف ؤ.

۳د یعقوب مشر زوی روبین څلور زامن درلودل: حنوک، فلو، حزرون او کرمي.

۴‏-۶د یوییل اولاده: شمعیه یې زوی، جوج یې لمسی، او شمعي یې کړوسی ؤ. د هغه نوره اولاده: میکا، ریایاه، بعل او بیره. بیره د روبین د قبیلې یو مشر ؤ. وروسته د آشور پاچا تغلت فلاسر، بئیره د اسیر په توګه بوت.

۷د کورنۍ په نسب نامې کې د طایفو دا مشران شامل وو: یعییل چې د یوې طایفې مشر ؤ، زکریا ۸او بالع، چې د عزاز زوی او د شمع لمسی ؤ. شمع د یوییل له طایفې څخه ؤ. دا طایفه په عروعیر او په هغې سیمې کې اوسېدله چې نبو او بعل معون ته غزېدلې وه. ۹د جلعاد په سیمه کې د هغوی پادې زیاتې شولې، نو هغوی د ختیځې دښتې پورې هغه ځمکه ونیوله چې د فرات تر سینده غزېدلې وه.

۱۰د شاوول د پاچاهۍ په دوران کې د روبین قبیلې د هاجریانو په ضد جګړه وکړه. هغوی ته یې ماتې ورکړه او د جلعاد ختیځ ته، هغه سیمه چې د هغوی بانډې په کې وې ونیوله.

د جاد اولاده

۱۱د جاد قبیله د روبین د قبیلې په شمال کې د باشان په سیمه کې اوسېدله. د جاد سیمه په ختیځ کې تر سلخې غزېدلې وه. ۱۲یوییل مشر ؤ او د خپلې طایفې بنیاد ایښودونکی هم ؤ او شافام دوهمه مشره طایفه وه. یعنای او شافاط په باشان کې د نورو طایفو بنیاد ایښودونکي وو. ۱۳د قبیلې نور غړي له لاندېنیو اوو طایفو څخه وو: میکاییل، مشلام، شبع، یورای، یعکان، زیع او عیبر.

۱۴دا ټول د ابیحایل اولاده وه چې له پلاره پیل شوې وه: حوري یې پلار، یاروح یې نیکه او جلعاد یې غور نیکه ؤ. نور نیکونه یې دا وو: میکاییل، یشیشای، یحدو او بوز. ۱۵د عبدیییل زوی او د جوني لمسی اخي د دغو طایفو مشر ؤ.

۱۶هغوی د جلعاد په سیمې، د باشان د سیمې په ښارګوټو او د شارون په ټولو څړځایونو کې اوسېدل. ۱۷(دا نسب نامه د یهودا د پاچا یوتام او د اسراییلو د پاچا یروبعام په وخت کې ثبت شوې وه.)

د ختیځو قبیلو لښکرې

۱۸د جاد او ختیځې منسي قبیلو ‏څلورڅلوېښت زره اووه سوه او شپېته زړور جنګیالي درلودل چې د جګړې دپاره ښه روزل شوي وو چې په سپرونو، تورو، لیندو او غشو سره وجنګیږي. ۱۹هغوی د هاجریانو، یعنې د یطور، نافیش او د نوداب د قبیلو په ضد جګړه وکړه. ۲۰هرکله چې دا عسکر د خپلو دښمنانو په ضد جګړې ته تلل، هغوی به خدای ته زارۍ کولې او باور یې پرې کاوه چې مرسته به ورسره وکړي. ځکه د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو هاجریانو او د هغوی ملګرو ته یې ماتې ورکړه. ۲۱دغو اسراییلي قبیلو پنځوس زره اوښان، دوه سوه او پنځوس زره پسونه او دوه زره خره ونیول او سل زره کسان یې اسیران کړل. ۲۲هغوی خپل ډېر دښمنان ووژل، ځکه چې دا جګړه د خدای جګړه وه. د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلې تر هغه وخته پورې په هغه سیمه کې اوسېدلې، ترڅو چې آشور ته د اسیرانو په توګه بوتلل شوې.

د ختیځې منسي نیمه قبیله

۲۳د ختیځې منسي خلک د باشان په سیمه کې او د هغې شمال خواته تر بعل حرمون، سنیر او د حرمون تر غره میشت شول او د دوی نفوس ډېر زیات شو. ۲۴د دوی د طایفو مشران دا وو: عیفر، یشعي، الیییل، عزریییل، ارمیا، هودویا او یحدیییل. هغوی نامتو مشران او زړور جنګیالي وو.

د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو اسارت

۲۵د روبین، جاد او د ختیځې منسي د قبیلو خلکو له هغه خدای سره بې وفایي وکړه چې د هغوی نیکونو ورته عبادت کاوه. هغوی د هغو قومونو د بتانو عبادت پیل کړ چې خدای د هغوی له وړاندې تګ سره سم د کنعان له خاورې څخه شړلي وو. ۲۶نو د اسراییلو خدای د آشور پاچا فول (مشهور په تغلت فلاسر) راوپاراوه، چې په روبین، جاد او د ختیځې نیمې منسي قبیلو باندې حمله وکړي. هغوی یې حلح، خابور، هارا او د جوزان سیند ته د اسیرانو په توګه بوتلل. هغوی تر نن ورځې هلته دي.