د لومړي تواریخ کتاب

څلورم فصل

د یهودا اولاده

۱دا د یهودا اولاده ده: فارص د هغه زوی، حصرون د هغه لمسی او د هغه نوره اولاده: کرمي، حور او شوبال. ۲شوبال د ریایاه پلار، د یحت نیکه او د اخومای او د لاهد غور نیکه ؤ. دا ټول د صرعاتیانو د طایفې څخه وو.

۳‏-۴حور د کالیب د ښځې یعنې د افراتې مشر زوی ؤ او د هغه اولادې د بیت لحم د ښارګوټي بنیاد کېښود. حور درې زامن درلودل: عیطام، فنوعیل او ایصر. عیطام درې زامن درلودل: یزرعیل، یشما او یدباش. هغه یوه لور هم درلودله چې هسللفوني نومېدله. فنوعیل د جدور او ایصر د حوشا د ښارګوټو بنیادونه کېښودل.

۵اشحور چې د تقوع د ښارګوټي بنیاد یې ایښی ؤ دوه ښځې درلودلې، چې نومونه یې حلا او نعره وو. ۶اشحور او نعره څلور زامن درلودل: اخزام، حافر، تیماني او اخشطاري. ۷اشحور او حلا درې زامن درلودل: صرت، صوحر او اتنان.

۸قوس د عانوب او د صوبیبه پلار ؤ او د هغو طایفو نیکه ؤ چې د هاروم له زوی اخرحیل څخه د اولادې په توګه پاتې وې.

۹یو سړی چې یعبیز نومېده، د خپلو ټولو ورونو په پرتله عزتمن سړی ؤ. د هغه مور په هغه ځکه یعبیز نوم ایښی ؤ چې د هغه زېږېدنه ډېره دردناکه وه. ۱۰خو یعبیز د اسراییلو خدای ته داسې دعا وکړه: «خدایه، ماته برکت راکړه او زما ځمکه پراخه کړه. زما سره مل شه او له داسې هر بد شي مې وساته چې د درد سبب ګرځي.» خدای د یعبیز دعا ومنله.

۱۱د شوحه ورور کلوب یو زوی درلود چې محیر نومېده. محیر د اشتون پلار ؤ، ۱۲اشتون درې زامن درلودل: بیت رافا، فاسیح او تحنه. تحنه د ناحاش د ښار بنیاد ایښودونکی ؤ. د دغو سړیو اولاده په ریکه کې اوسېدله.

۱۳قناز د عتنیییل او د سرایا پلار ؤ. عتنیییل دوه زامن درلودل: حتات او معونوتای. ۱۴معونوتای د عفره پلار ؤ. سرایا د یوآب پلار ؤ او یوآب د کسبګرو په دره کې د اوسېدو بنیاد کېښود. ځکه چې د هغه ځای ټولو اوسېدونکو د شیانو په جوړولو کې مهارت درلود.

۱۵د یفنه زوی کالیب درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: عیرو، ایله او ناعم. ایله د قناز پلار ؤ.

۱۶یهلل ییل څلور زامن درلودل: زیف، زیفه، تیریا او اسري ییل.

۱۷‏-۱۸عزره څلور زامن درلودل: یتر، میرد، عیفر او یالون. میرد د فرعون د لور بتیې سره واده کړی ؤ. بتیه یوه لور وزېږوله چې مریم نومېدله او دوه زامن یې هم درلودل: شمای او یشبح. یشبح د اشتموع د ښارګوټي بنیاد کېښود. میرد هم د یهودا له قبیلې څخه د یوې ښځې سره واده وکړ او د هغوی زامن یارد، حابر او یقوتیییل وو. یارد د جدور د ښارګوټي، حابر د سوکوه د ښارګوټي او یقوتیییل د زانوح د ښارګوټي بنیاد کېښود.

۱۹هودیه د نحم له خور سره واده وکړ. د هغوی په اولادې کې قعیله، د جرمیانو له طایفې څخه او اشتموع، د معکاتیانو له طایفې څخه وو.

۲۰شیمون څلور زامن درلودل: امنون، رنه، بنحانان او تیلون.

یشعي دوه زامن درلودل: زوحیت او بنزوحیت.

۲۱شیله د یهودا له زامنو څخه ؤ. د هغه په اولاده کې دا خلک شامل وو: عیر چې د لیکه د ښارګوټي بنیاد یې کېښود او لعده چې د مریشه د ښارګوټي بنیاد یې کېښود؛ د کتان د اوبدونکو طایفه چې د بیت اشبیع په ښارګوټي کې اوسېدل؛ ۲۲یوقیم او هغه خلک چې د کوزیبا په ښارګوټي کې اوسېدل؛ او یوآش او ساراف چې په موآب کې یې حکمراني وکړه او بیا وروسته بیت لحم ته راستانه شول. (دا ټول له زړو راپورونو څخه پاتې دي.) ۲۳د دغو طایفو غړي هغه کلالان وو چې د نتاعیم او جدیره په ښارګوټو کې اوسېدل او د پاچا دپاره به یې کار کاوه.

د شمعون اولاده

۲۴شمعون پنځه زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: نموییل، یامین، یاریب، زارح او شاوول. ۲۵د شاوول زوی شلوم‎، لمسی یې مبسام او کړوسی یې مشماع ‎ؤ. ۲۶د مشماع زوی حموییل، لمسی یې زکور او کړوسی یې شمعي ؤ. ۲۷شمعي شپاړس زامن او شپږ لورګانې درلودلې. خو د هغه ورونو دومره اولادونه نه درلودل، نو د شمعون قبیله د یهودا د قبیلې په شان لویه نه شوه.

۲۸دا د شمعون د قبیلې ښارګوټي وو: بیرشبع، مولاده، حزر شوعال، ۲۹بلهه، عاصم، تولاد، ۳۰بتوییل، حرما، صقلغ، ۳۱بیت مرکبوت، حزر سوسیم، بیت بریي او شعرایم. دا هغه ښارګوټي وو چې هغوی د داود د پاچاهۍ تر وخته په کې واوسېدل. ۳۲هغوی په لاندې پنځو نورو استوګنځایونو کې هم اوسېدل: عیطام، عین، رمون، توکن، عاشان ۳۳او د هغوی ګردچاپېره کلي د بعل تر ښارګوټي. دا د هغوی د کورنیو او استوګنځایونو سوانح دي چې د هغوی په نسب نامه کې ثبت شوي دي.

۳۴‏-۳۸دا لاندې سړي د خپلو طایفو مشران وو: مشوباب، یملیک، د امصیا زوی یوشه، یوییل، ییهو (د یوشبیا زوی، د سرایا لمسی او د عسي ییل کړوسی)، الیوعینای، یعکوبه، یشوحایا، عسایا، عدیییل، یسیمیییل، بنایاه او زیزا (د شفعي زوی او د الون لمسی. د الون په نیکونو کې یدعیا، شیمري او شمعیه شامل وو.) په دې خاطر چې د هغوی کورنۍ زیاتې شوې، ۳۹هغوی لوېدیځ خواته تر جدور او د درې ختیځ خواته د خپلو رمو د څړځای د موندلو دپاره خپاره شول. ۴۰هغوی په یوه پراخه سیمه کې چې ارامه او سوله ایزه وه، په کافي اندازه حاصلخېزه څړځایونه وموندل. مخکې له دې د حام اولادې هلته ژوند کاوه. ۴۱هغه سړي چې نومونه یې ذکر شول، هغوی د یهودا د پاچا حزقیا په وخت کې راغلل. هغوی د حام په اولادې او د هغو په استوګنځایونو باندې برید وکړ. هغوی په معونیانو باندې چې هلته اوسېدل هم حمله وکړه. دواړه قومونه یې په پوره توګه له منځه یووړل چې تر نن ورځې پورې یې کومه نښه پاتې نه ده. هغوی د هغو په ځایونو کې مېشته شول، ځکه چې هلته د دوی د رمو دپاره ښه څړځایونه وو.

۴۲یو څه موده وروسته د شمعون له قبیلې څخه پنځه سوه سړي د یشعي د زامنو فلتیا، نعریا، رفایا او د عزییل په امر د سعیر غرنۍ سیمې ته ورننوتل. ۴۳هغوی هلته پاتې عمالیقیان ووژل او د هغه وخت راهیسې تر اوسه هلته اوسیږي.