۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

څلورم باب

د يهوداه نور اولاد

۱دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل. ۲سوبل د رياياه پلار وو، چې دا د يحت پلار وو، چې هغه د اخومى او د لاهد پلار وو، کوم چې د هغه خلقو پلار نيکۀ وو چې په صُرعه کښې اوسېدل. ۳‏-۴حُور د کالب د ښځې اِفرات مشر زوئ وو او د هغۀ اولاد د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو. د حُور درې زامن ايتام، فنواېل او ايصر وُو. د ايتام درې زامن وُو: يزرعيل، اِسمع او ادباس او يوه يې لور حضل الفونى وه. فنواېل د جدور ښار جوړ کړے وو او ايصر د حوسه ښار جوړ کړے وو. ۵اشور چا چې د تقوع ښار جوړ کړے وو د هغۀ دوه ښځې حيلاه او نعراه وې. ۶د هغۀ د خپلې ښځې نعراه څلور زامن وُو: اخوسام، حِفر، تمنى او هخسترى. ۷د اشور د خپلې ښځې حيلاه نه درې زامن وُو: ضرت، اِضهار او اِتنان. ۸قوض د عنوب، ضوبيبه او د حروم د زوئ اخرخېل د قبيلو پلار نيکۀ وو. ۹يو سړے وو چې نوم يې يعبيض وو، هغه په خپلو وروڼو کښې ډېر عزتمند سړے وو. په هغۀ باندې خپلې مور يعبيض نوم اېښے وو، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو درد ډېر سخت وو. ۱۰خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.

د نورو کورَنو نسب‌نامې

۱۱د سوخه د ورور کالب يو زوئ محير وو. محير د استون پلار وو، ۱۲چې د هغۀ درې زامن وُو: بيت‌رفا، فاسح او تخِنه. تخِنه د ناحس ښار جوړ کړے وو. د دې سړو اولاد په ريکه کښې اوسېدو. ۱۳د قنز دوه زامن عتنى‌اېل او شراياه وُو. د عتنى‌اېل هم دوه زامن حتت او معوناتى وُو. ۱۴معوناتى د عفره پلار وو. شراياه د يوآب پلار وو. او يوآب هغه وړومبے کس وو چې د ماهِرو خلقو وادى يې آباده کړه، ځکه چې هلته ټول خلق ماهِر کاريګران وُو. ۱۵د يفُنه زوئ کالب درې زامن وُو: عيرو، ايله او نعم. او ايله د قنز پلار وو. ۱۶د يهلل‌ايل څلور زامن وُو: زيف، زيفه، تيرياه او اسرى‌اېل. ۱۷‏-۱۸د عزره څلور زامن وُو: يتر، مرِد، عِفر او يلون. مرِد بِتياه وادۀ کړه، چې د فِرعون لور وه، د هغوئ يوه لور مريم وه او دوه يې زامن سمى او اِسباح وُو. اِسباح د استموع ښار جوړ کړے وو. مرِد د يهوداه قبيلې د يوې ښځې سره هم وادۀ وکړو او د هغوئ درې زامن وُو: يرد، چې هغۀ د جدور ښار جوړ کړے وو، حِبر چې هغۀ د شوکو ښار جوړ کړے وو، او يقوتئيل چې هغۀ د زنوح ښار جوړ کړے وو. ۱۹هودياه د نحم خور وادۀ کړه. د هغوئ اولاد د جرمى ډله وه، چې هغه د قعيله په ښار کښې اوسېده او د معکې ډله چې د استموع په ښار کښې اوسېده. ۲۰د سيمون څلور زامن وُو: امنون، رِنه، بِن‌حنان او تيلون. د يسعى دوه زامن وُو: زوحت او بِن‌زوحت.

د يهوداه د زوئ سِلح اولاد

۲۱سيله د يهوداه د زامنو نه يو زوئ وو. د هغۀ په اولاد کښې عير شامل وو، چا چې د لکه ښار جوړ کړے وو، لعده چا چې د مريسه ښار جوړ کړے وو، د لټې کپړې جوړونکى قبيله چې د بيت‌اشبيع په ښار کښې اوسېده، ۲۲يوقيم او هغه خلق چې د کوزيبا په ښار کښې اوسېدل، او يوآس او شراف، چا چې موآبيانې ښځې وادۀ کړې او په بيت‌لحم کښې اوسېدل. دا د ډېر پخوانى وخت حِساب کِتاب دے. ۲۳هغوئ د بادشاه د خِدمت کُلالان وُو او د نتائيم او د جديره په ښارونو کښې اوسېدل.

د شمعون اولاد

۲۴د شمعون پينځۀ زامن وُو: نمواېل، يمين، يريب، زارح او ساؤل. ۲۵د ساؤل زوئ سلوم وو، د سلوم زوئ مِبسام وو او د مِبسام زوئ مِشماع وو. ۲۶د مِشماع د اولاد نسب‌نامه داسې ده: حمواېل، زکور او سِمعى. ۲۷د سِمعى شپاړس زامن او شپږ لوڼه وې، خو د هغۀ د خپلوانو اولاد کم وو او د شمعون قبيله د يهوداه د قبيلې په شان لويه نۀ شوه. ۲۸د داؤد بادشاه تر وخته پورې د شمعون اولاد په بيرسبع، مولاده، حصارسعول، ۲۹بِلهاه، عضم، تولاد، ۳۰بتو‌اېل، حُرمه، صِقلاج، ۳۱بيت‌مرکبوت، حصار‌سوسم، بيت‌برائى او شعريم کښې اوسېدل. ۳۲هغوئ په پينځو نورو ځايونو کښې هم اوسېدل: ايتام، عين، رِمون، توکن، عسن، ۳۳او په ګېرچاپېره کلو کښې، د بعلات ښار پورې. دا هغه حِساب کِتاب دے چې هغوئ د خپلو کورَنو او د هغه ځايونو په حقله ساتلو چې چرته هغوئ اوسېدل. ۳۴‏-۳۸دا سړى د خپلو قبيلو مشران وُو: مسوباب، يمليک، يوشه چې د امصياه زوئ وو، يوايل، ياهُو چې د يوسبياه زوئ وو، يوسبياه د شراياه زوئ وو، شراياه د عسيئيل زوئ وو، اليوعينى، يعقوبه، يشوخايه، عساياه، عدى‌ايل، يسمئيل، بناياه، زيزا، زيزا د شفعى زوئ وو، شفعى د الون زوئ وو، الون د يدعياه زوئ وو، يدعياه د سِمرى زوئ وو او سِمرى د سمعياه زوئ وو. ځکه چې د هغوئ خاندان غټېدلو، ۳۹هغوئ تقريباً تر جدور پورې نمرپرېواتۀ طرف ته خوارۀ شول او د هغه مېدان نمرخاتۀ طرف ته يې خپلې ګډې څرولې چرته چې هغه ښار دے. ۴۰هغوئ د څرن ښۀ آباد مُلکونه وموندل چې په کولاو مُلک کښې خوارۀ وارۀ وُو چې خاموش او د امن نه ډک وو. د هغوئ نه مخکښې چې کوم خلق هلته اوسېدل هغوئ حاميان وُو. ۴۱د يهوداه بادشاه حزقياه په وخت کښې د هغه ډلو مشران جرار ته لاړل او هلته يې حاميان او معونيان او د هغوئ خېمې تباه کړې او د هغوئ ټول خلق يې ووژل او تر نن ورځې پورې يې د نوم او نشان پته نۀ لګى. د هغوئ په ځايونو کښې په خپله آباد شول، ځکه چې هغوئ ته د رَمو دپاره د څرن د زمکې ضرورت وو. ۴۲د شمعون قبيلې نور پينځۀ سوه کسان نمرخاتۀ طرف ادوم ته لاړل. د هغوئ مشرى د يسعى زامنو کوله: فلطياه، نعرياه، رفاياه او عُزى‌اېل. ۴۳هلته هغوئ هغه پاتې شوى عماليقيان ووژل کوم چې تښتېدلى وُو او هغوئ تر ننه پورې هلته اوسېدل.