د تواريخ اول کِتاب

درېم باب

د حضرت داؤد بادشاه اولاد

۱‏-۳چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابى‌جيل وه. ابى‌سلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه. ۴دا شپږ واړه په حبرون کښې پېدا شوى وُو، چرته چې هغۀ اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه. د هغې نه پس په يروشلم کښې هغۀ درې دېرش کاله حکومت وکړو. ۵په يروشلم کښې چې د داؤد کوم زامن پېدا شوى وُو په هغوئ کښې سموع، سوباب، ناتن او سليمان شامل دى. د هغوئ مور بت‌‌سبع وه چې د عمى‌اېل لور وه. ۶د هغۀ نور نهۀ زامن هم وُو: اِبحار، اليسوع، اليفلط، ۷نجه، نفج، يفيع، ۸اليسمع، اليدع او اليفلط. ۹د دې ټولو زامنو نه علاوه د داؤد د وينځو زامن هم وُو. د هغۀ يوه لور تامار هم وه.

د حضرت سليمان بادشاه اولاد

۱۰دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط، ۱۱يهورام، اخزياه، يوآس، ۱۲امصياه، عُزياه، يوتام، ۱۳احاز، حزقياه، منسى، ۱۴امون او يوسياه. ۱۵د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز. ۱۶د يهويقيم دوه زامن وُو: يهوياکين او صدقياه.

د يهوياکين بادشاه اولاد

۱۷دا د يهوياکين بادشاه اولاد دے، يهوياکين بابليانو قېدى بوتلے وو. د يهوياکين اووۀ زامن وُو: شلتى‌اېل، ۱۸مُلکِرام، فداياه، شيناضر، يقمياه، هوسمع او ندبياه. ۱۹د فداياه دوه زامن وُو، زرُبابل او سِمعى. زرُبابل د دوو زامنو پلار وو، مسلام او حننياه. او د هغۀ يوه لور سلوميت وه. ۲۰د هغۀ پينځۀ نور زامن وُو: حسوبه، اُهل، برکياه، حسدياه او يوسب‌حسد. ۲۱د حننياه دوه زامن فلطياه او يشعياه وُو. د يشعياه زوئ رفاياه وو، د رفاياه زوئ ارنان وو، د ارنان زوئ عبدياه وو او د عبدياه زوئ سکانياه وو. ۲۲د سکانياه يو زوئ سمعياه او پينځۀ نمسى وُو: حطوش، اِجال، بريح، نعرياه او سافط. ۲۳د نعرياه درې زامن اليوعينى، حزقياه او عزريقام وُو. ۲۴د اليوعينى اووۀ زامن وُو: هُوداوياه، اِلياسب، فلاياه، عقوب، يوحانان، دلاياه او عنانى.