۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

پينځم باب

د روبين اولاد

۱ دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بې‌عزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول. ۲ خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو. ۳ د يعقوب د مشر زوئ روبين څلور زامن وُو: حنوک، فلو، حصرون او کرمى. ۴‏-۶ دا د يوايل اولاد دے: سمعياه، جوج، سِمعى، ميکاه، رياياه، بعل او بئيره. اسورى بادشاه تغلت فلاسر د روبين قبيلې مشر بئيره ونيولو او د قبيلې سره يې جلاوطن کړو. ۷ د روبين په قبيله کښې د دې د قبيلو د مشرانو نسب‌نامه: يعى‌ايل، زکرياه، ۸ او بالع، د عزز زوئ او د سمع نمسے، چې د يوايل د قبيلې وو. دا قبيله په عروعير کښې او د هغه ځائ نه د نبو پورې او د بعل معون په علاقه کښې اوسېده. ۹ د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ ډېر څاروى وُو او هغه مُلک يې ونيولو چې نمرخاتۀ طرف ته د صحرا د لمنې او د فرات سيند پورې خور دے. ۱۰ د ساؤل بادشاه په وخت کښې د روبين قبيلې په هاجريانو حمله وکړه، هغوئ يې په جنګ کښې ووژل او د جِلعاد نمرخاتۀ ته په ټوله برخه کښې د هغوئ په خېمو کښې اوسېدل.

د جاد اولاد

۱۱ د جاد قبيله د بسن په مُلک کښې د روبين شمال ته د سلکه نمرخاتۀ طرف پورې اوسېدله. ۱۲ يوايل په بسن کښې مشر وو، سافم ورپسې دوېم کس وو او درېم مشر يعنې او د هغۀ نه پس سافط وو. ۱۳ د دې اوو ډلو د قبيلې نور کسان دا دى: ميکائيل، مسلام، شيبا، يورى، يعکان، زيع او عِبر. ۱۴ هغوئ د حُورى زوئ ابى‌خېل اولاد دے، چې د هغوئ پلار نيکۀ دا دى: ابى‌خېل، حُورى، يارواح، جِلعاد، ميکائيل، يسيسى، يحدو او بُوز. ۱۵ اخى چې د عبدى‌ايل زوئ او د جونى نمسے وو هغه د دې ډلو مشر وو. ۱۶ هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څرن په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل. ۱۷ دا نسب‌نامه د يهوداه بادشاه يوتام او د اِسرائيل بادشاه يربعام په وخت کښې ليکلے شوې وه.

د نمرخاتۀ طرف ته د قبيلو لښکر

۱۸ د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى په قبيلو کښې څلور څلوېښت زره اووۀ سوه او شپېتۀ فوجيان وُو، چې د ډالونو، تُورو او غشو په وړلو او استعمالولو باندې ښۀ پوهېدل. ۱۹ هغوئ د جنګ دپاره د يطور، نفيس او نودب هاجرى قبيلو خِلاف لاړل. ۲۰ د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو. ۲۱ د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل. ۲۲ هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.

نمرخاتۀ طرف د منسى نيمه قبيله

۲۳ د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه. ۲۴ دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلى‌ايل، عزرائيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهور مشران وُو.

د نمرخاتۀ طرف ته د قبيلو ويستلے کېدل

۲۵ خو خلقو د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره خيانت وکړو او د هغه نورو قومونو د معبودانو د عبادت په وجه يې د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو کوم قومونه چې خُدائ پاک په هغه وخت تباه کړى وُو چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل. ۲۶ نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى.