چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
ښځې
۱ ستا جانان چرته لاړونه،
په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟
ستا جانان چرته تلے دېنه؟
چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟
محبوبه
۲ زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه،
خپل د خوشبويانو کټ ته،
چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه،
او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.
۳ جانان زما او زۀ د جانان يمه،
هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
محبوب
۴ زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه.
آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه،
او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.
۵ سترګې دې ما نه واړوه،
ځکه چې زۀ يې بېوسه کړے يمه.
ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،
چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.
۶ ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،
چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،
او تازه لمبولے شوے وينه.
هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،
يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.
۷ ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.
۸ په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې
او په بېشمېره پېغلو کښې،
۹ خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه،
زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه،
او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه.
پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه،
تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې
د هغې د صِفت سندرې وائينه.
۱۰ ”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه،
لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه،
او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“
۱۱ زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه
او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه،
د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه
او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه
۱۲ زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه،
او د عشق نه رپېدمه
لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه
ښځې
۱۳ واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې.
واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه.
محبوب
تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه
کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو
په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟