0:00 / 0:00

د غزلو کِتاب

شپږم باب

ښځې

۱ ستا جانان چرته لاړونه،

په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟

ستا جانان چرته تلے دېنه؟

چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟

محبوبه

۲ زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه،

خپل د خوشبويانو کټ ته،

چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه،

او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.

۳ جانان زما او زۀ د جانان يمه،

هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.

پينځم سرود

محبوب

۴ زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه.

آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه،

او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.

۵ سترګې دې ما نه واړوه،

ځکه چې زۀ يې بې‌وسه کړے يمه.

ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه،

چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.

۶ ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه،

چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه،

او تازه لمبولے شوے وينه.

هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه،

يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.

۷ ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.

۸ په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې

او په بې‌شمېره پېغلو کښې،

۹ خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه،

زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه،

او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه.

پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه،

تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې

د هغې د صِفت سندرې وائينه.

۱۰ ”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه،

لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه،

او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“

۱۱ زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه

او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه،

د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه

او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه

۱۲ زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه،

او د عشق نه رپېدمه

لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه

ښځې

۱۳ واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې.

واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه.

محبوب

تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه

کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو

په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟