۰:۰۰ / ۰:۰۰

د غزلو کِتاب

پينځم باب

محبوب

۱ زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې

داخل شوے يمه.

زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه.

ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه،

او زۀ خپل پئ او مے څښمه.

ښځې

اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه.

او د مينې نه مست شئينه.

څلورم سرود

محبوبه

۲ زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه،

غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه.

”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه،

زما ګوګوشتکې، زما بې‌عېبه مينې.

محبوب

زما سر په شبنم باندې لوند دېنه،

او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“

محبوبه

۳ ما خو جامې ويستلې دينه،

نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟

ما خپلې پښې وينځلې دينه،

بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟

۴ زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه،

نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.

۵ نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه.

زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه.

زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه

کله چې ما د ور کُنډه راښکله.

۶ ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه،

خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه،

ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه،

ما هغۀ ته آواز وکړونه،

خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.

۷ کومو څوکيدارانو چې په ښار کښې ګشت کولونه

نو هغوئ زۀ ونيولم، هغوئ زۀ ووهلمه

او په وهلو يې تکه شنه کړمه،

او د ښار د دېوالونو چوکيدارانو

زما د مخ نه پلو اوچت کړونه.

۸ اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه،

کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينه

چې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.

ښځې

۹ اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ، ستا جانان

د نورو سړو نه کوم خاص خصوصيت لرينه؟

په هغۀ کښې داسې څۀ خاص دينه،

چې مونږ تا سره دا لوظ وکړونه؟

محبوبه

۱۰ زما جانان سور سپين دېنه،

او په لسو زرو کښې د ټولو نه اعلىٰ دېنه.

۱۱ د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه،

د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه،

او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.

۱۲ د هغۀ سترګې د ګوګوشتکو په شان دينه

چې د اوبو د چينو په خوا کښې وينه

سپينې ګوګوشتکې لکه د پئيو په شان چې

د تالاب په خوا کښې ناستې وينه.

۱۳ د هغۀ اننګى د باغ په شان دينه،

چې د خوشبودارو بوټو نه ډک وينه.

د هغۀ شونډې د لاله د ګل په شان دينه،

لکه چې د مُر په چيړ خوشبويه شوې وينه.

۱۴ د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه،

چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه.

د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه،

او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.

۱۵ د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينه

چې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه.

د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.

۱۶ هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه،

هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه،

نو، اے د يروشلم ښځو،

زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.