د غزلو کِتاب

اول باب

اول سرود

۱د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.

محبوبه

۲بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،

ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.

۳ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده،

ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.

نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه

۴زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه،

تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه.

ښځې

اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه،

د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه.

محبوبه

دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.

۵زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه،

اے د يروشلم جينکو،

د قيدار د خېمو په شان توره يمه

او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.

۶ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه،

زما څرمنه نمر توره کړې ده.

زما وروڼه ما سره وران وونه

او په زبردستۍ سره هغوئ

په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو.

نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو،

او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.

۷ما ته ووايه، زما جانانه،

تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟

او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې

د دمې دپاره چرته راغونډوې؟

نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه

او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه

محبوب

۸اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه،

نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه،

او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.

۹زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه،

لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.

۱۰ستا اننګى څومره ښائسته دينه،

او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه.

او ستا غړۍ څومره ښائسته ده،

او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.

۱۱خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته

او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.

محبوبه

۱۲کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه،

نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.

۱۳زما جانان د مُر زونډے دېنه،

زما په سينه پروت دېنه

۱۴زما جانان د عين‌جدى د انګورو په

باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه

محبوب

۱۵زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.

تۀ څومره حسينه ينه،

سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.

محبوبه

۱۶تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه،

تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه،

شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.

۱۷د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه،

او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه،

او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.