د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

دوېم باب

د خُدائ پاک رښتينى عدالت

۱اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ. ۲اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى. ۳نو کله چې تاسو نور په داسې کارونو مجرموئ، او بيا تاسو په خپله هم هغه کارونه کوئ نو ولې تاسو دا سوچ کوئ چې ګنې تاسو به د خُدائ پاک د عدالت نه بچ شئ څۀ؟ ۴او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟ ۵بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى. ۶هغه به هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکړى. ۷څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى. ۸خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى. ۹د هغوئ ټولو دپاره به مصيبت او تکليفونه وى څوک چې بدکاره وى، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره. ۱۰خو د ټولو نېکى کوونکو دپاره جلال او عزت او سلامتى ده، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره. ۱۱ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى. ۱۲هغوئ ټولو چا چې د موسىٰ د شريعت نه بغېر ګناه کړې وى، نو هغوئ به د شريعت نه بغېر هلاک شى، او هغوئ ټولو چا چې د شريعت د لاندې ګناه کړې وى، هغوئ به د شريعت د لاندې سزا مومى. ۱۳ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى. ۱۴هغه غېر‌يهوديان چې د شريعت نه ناخبره وى او په قدرتى توګه هغه څۀ کوى څۀ چې په شريعت کښې وى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ سره شريعت نشته، خو د هغوئ عمل ورته شريعت دے. ۱۵نو هغوئ دا ښکاره کوى څۀ چې په شريعت کښې دى هغه د هغوئ په زړُونو ليکلى دى. د هغوئ ضمير د هغې ګواهى ورکوى او د هغوئ خيالونه به هغوئ ملامتوى او يا به د هغوئ دفاع کوى. ۱۶دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.

يهوديان او شريعت

۱۷خو کۀ تاسو ځان ته يهوديان وايئ او په شريعت ټينګ ولاړ يئ او خُدائ پاک سره په خپل تعلق فخر کوئ، ۱۸او تاسو ته د هغۀ رضا معلومه ده او د ښو او بدو نه خبر يئ، دا ځکه چې تاسو ته په شريعت کښې دا تعليم درکړے شوے دے، ۱۹او ستاسو په دې يقين دے چې تاسو د ړندو لارښودونکى يئ او د هغوئ دپاره رڼا يئ څوک چې په تيارۀ کښې دى، ۲۰او تاسو د کم عقلو معلِم او د ماشومانو اُستاذان يئ، ځکه چې په شريعت کښې تاسو د عِلم او د حقيقت مالِکان يئ، ۲۱نو بيا تاسو چې نورو ته تعليم ورکوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله تعليم نۀ زده کوئ؟ تاسو خو دا تعليم ورکوئ چې غلا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله غلا کوئ؟ ۲۲تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُت‌خانې لوټ کوئ؟ ۲۳سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟ ۲۴ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېر‌يهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“ ۲۵سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بې‌سنته. ۲۶نو کۀ يو ناسنته په شريعت عمل کوى نو ولې هغه ناسنته به سنت شوى ونۀ ګڼلے شى څۀ؟ ۲۷هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ. ۲۸يو انسان په ظاهرى نښو رښتونے يهودى کېدے نۀ شى او نۀ صحيح سنت کېدل په جسم کښې ښکاره نښې ته وائى. ۲۹خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.