چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره،
تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه،
تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
۲ د اِفرائيم، بنيامين او د منسى په وړاندې
خپل قدرت دې څرګند کړه.
او زمونږ د خلاصون دپاره راشه.
۳ پاکه خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه،
د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه،
چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
۴ اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى،
او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟
۵ تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل،
او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.
۶ تا مونږ د خپلو ګاونډيانو د خندا کړُو،
او زمونږ د دشمنانو دې مونږ د مسخرو کړُو.
۷ ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه،
د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه،
چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.
۸ تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو،
او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.
۹ تا د دې دپاره زمکه ښۀ تياره کړه،
او جرړې يې وکړې او زمکه يې ډکه کړه.
۱۰ ټول غرونه د دې په سورى کښې پټ شول،
او لوړ او قوى دِيار او هم د انګور څانګې په کښې پټې شوې.
۱۱ څانګې يې د سمندر پورې خورې شوې،
او د فرات د سيند پورې يې ځېلۍ خورې شوې.
۱۲ تا ولې دېوالونه ورله راوغورزول،
د دې دپاره چې څوک په لاره تېريږى انګور ترې راشوکوى؟
۱۳ ځنګلى خنزيران دا تباه کوى،
او ځنګلى ځناور په کښې څرن کوى.
۱۴ اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ ته راوګرځه،
د آسمان نه لاندې راوګوره،
او خپل د انګور بوټے دې وګوره،
۱۵ هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده،
او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.
۱۶ ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے.
او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.
۱۷ ستا ښے لاس دې ستا په ښى طرف خلقو باندې وى،
د بنى آدم زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.
۱۸ نو داسې به بيا مونږ کله هم تا نه وانۀ وړُو.
مونږ ژوندى پرېږده چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړُو.
۱۹ اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه،
د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه،
چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.