چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه،
او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.
۲ هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى،
ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى.
۳ غرونه به خلقو ته آبادى راولى،
غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى.
۴ او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى،
او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى،
او ظالمان به د پښو لاندې کړى.
۵ ترڅو چې په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ وى،
ټول خلق به تا نه يريږى،
نسل در نسل به دا جارى وى.
۶ نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى،
لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى.
۷ د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى،
ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.
۸ هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې،
او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.
۹ د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى،
د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى.
۱۰ هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى،
هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.
۱۱ ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى،
ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.
۱۲ هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى،
او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.
۱۳ په ضعيفانو او په حاجتمندانو به رحم وکړى،
او حاجتمندان به د مرګ نه بچ کړى.
۱۴ هغه به دوئ د ظلم او جبر نه بچ کړى،
د هغۀ په نظر کښې د دوئ وينه ده ډېره قيمتى.
۱۵ د بادشاه عمر دې ډېر شى د شيبا سرۀ زر دې هغۀ ته ورکړے شى،
خلق دې تل د هغۀ دپاره دُعا وغواړى،
او ټوله ورځ دې هغۀ ته د خُدائ پاک برکت ورکړے شى.
۱۶ غله دانه دې په مُلک کښې ډېره تېره شى،
تر دې چې د غرونو په سرونو دې غلې دانې وشى.
د لبنان د مېوو په شان دې مېوه زياته شى،
لکه څنګه چې پټى د واښو نه شنۀ دى، دغه شان دې انسانان په کښې ډېر شى.
۱۷ د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى،
ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى.
ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى،
او هغوئ دې ورته بختور ووائى،
۱۸ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى،
څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.
۱۹ د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى،
ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.
۲۰ دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده،
څوک چې د يَسى زوئ دے.