چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ،
او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.
۲ مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے،
هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے.
۳ هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل،
او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل.
۴ مونږ له يې په ميراث کښې زمکه راکړله،
په کومه چې يعقوب فخر کولو او د هغه چا سره چې خُدائ مينه کوله.
۵ خُدائ پاک د خلقو په چغو سورو کښې تخت ته خېژى،
چې مالِک خُدائ بره تخت ته ځى نو د بيګلو آوازونه دى.
۶ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوئ ثنا يې ووايئ،
زمونږ بادشاه ته سندرې او ثناء صِفت وکړئ.
۷ ځکه خُدائ پاک په ټوله زمکه بادشاه دے،
هغۀ ته د ثناء حمد، زبور ووايئ.
۸ خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے،
او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.
۹ د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى،
د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى،
د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى،
نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.