چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ قومونه ولې په قهر شول
او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
۲ د دُنيا بادشاهان راپورته شول
او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف
او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
۳ ”راځئ زنځيرونه به مات کړُو،
د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“
۴ مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى،
کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.
۵ نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى
او په خپل قهر او غضب سره يې يروى.
۶ مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر،
ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“
۷ زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم،
”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.
۸ زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه،
زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.
۹ د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې،
هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“
۱۰ اے حکمرانانو هوښيار شئ،
اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ.
۱۱ د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ،
او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.
۱۲ د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ،
نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ،
هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.