زبور شريف

دوېم زبور

د خُدائ پاک غوره شوے بادشاه

۱قومونه ولې په قهر شول

او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟

۲د دُنيا بادشاهان راپورته شول

او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف

او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.

۳”راځئ زنځيرونه به مات کړُو،

د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“

۴مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى،

کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.

۵نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى

او په خپل قهر او غضب سره يې يروى.

۶مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر،

ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“

۷زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم،

”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.

۸زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه،

زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.

۹د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې،

هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“

۱۰اے حکمرانانو هوښيار شئ،

اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ.

۱۱د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ،

او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.

۱۲د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ،

نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ،

هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.