چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے.
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲ د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے.
د هغۀ مينه ابدى ده.
۳ د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے.
د هغۀ مينه ابدى ده.
۴ د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۵ او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۶ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۷ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې آسمانى رڼاګانې پېدا کړې،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۸ نمر په ورځ باندې بادشاهى کوى،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۹ سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۰ د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۱ هغۀ بنى اِسرائيل د مِصر د مينځ نه راوويستل،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۲ چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۳ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۴ او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۵ خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۶ او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۷ د هغۀ شُکر ګزارى کوئ چا چې لوئ بادشاهان رانسکور کړل،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۸ او هغۀ تکړه بادشاهان هلاک کړل،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۱۹ سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۰ عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۱ او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۲ او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۳ د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۴ او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۵ او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى،
د هغۀ مينه ابدى ده.
۲۶ د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ،
د هغۀ مينه ابدى ده.