د زبورونو کتاب

یوسلو پنځه دېرشم زبور

د ثنا او صفت سندره

۱ ثنا او صفت دې وي څښتن ته

ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه

ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ

۲ ای هغو خلکو چې خدمت کوئ

د څښتن په کور کې

په حوېلۍ کې زمونږ د خدای د کور

۳ د څښتن ثنا او صفت وکړئ

ځکه چې نېک دی هغه

ثنا او صفت یې د نامه وکړئ په سندرو سره

ځکه چې خوند کوي

۴ ځکه خوښ کړی یې یعقوب دی د خپل ځان دپاره

د اسراییلو خلک چې شي خپل ملکیت د هغه

۵ لوی دی څښتن په دې پوهېږمه زه

لوی دی څښتن زمونږه

له نورو ټولو خدایانو څخه

۶ څښتن کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي

که وي اسمان کې یا وي په ځمکه باندې

که دریابونو کې وي یا یې په تل کې وي

۷ راولي ورېځې د دنیا له اخر سره څخه

برېښنا رالېږي د بارانه سره

او رالېږي بادونه هغه له خپلو ذخیرو څخه

۸ مړه یې کړل لومړي زېږېدل شوي د مصریانو

هم د انسانانو او حیواناتو

۹ هغه ښکاره کړې معجزې مصر کې

او ویې کړل عجیبه کارونه

د فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په ضد

۱۰ هغه له منځه یووړل ډېر قومونه

او هغه مړه کړل زورور پاچاهان

۱۱ یعنې سیحون د اموریانو پاچا

عوج د باشان پاچا

او ټول پاچاهان د کنعان

۱۲ هېوادونه د هغوی یې په میراث کې

ورکړل خپل قوم ته

یعنې اسراییلو ته چې ؤ خپل قوم د هغه

۱۳ څښتنه، نوم به دې همېش یادیږي

او یادوي به ټول نسلونه تا

۱۴ څښتن کوي به دفاع له خپلو خلکو څخه

هغه به رحم کوي خپل خادمانو باندې

۱۵ جوړ دي د نورو قومونو بتان

له سرو او سپینو زرو څخه

هغه جوړ شوي د انسان په لاسو

۱۶ د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شي

سترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي

۱۷ غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شي

په خپلو خولو ساه اخیستلی نه شي

۱۸ چې جوړوي څوک هغه او څوک چې لري پرې باور

هغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه

۱۹ ای د اسراییلو قومه، ووایئ ثنا د څښتن

ای د هارون کورنۍ، د هغه ثنا ووایئ

۲۰ ای د لاوي قبیلې، ووایئ ثنا د څښتن

ای ټولو خلکو چې کړئ وېره له څښتنه

ووایئ ثنا د څښتن

۲۱ په صهیون کې د څښتن ثنا او صفت ووایئ

د هغه چا چې اوسیږي اورشلیم کې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ