چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
د زبورونو کتاب
یوسلو څلوردېرشم زبور
خدای ته د ثنا او صفت کولو دپاره بلنه
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
۱ ای د څښتن ټول خادمانو ای هغو خلکو چې کوئ خدمت
د شپې د څښتن په کور کې وکړئ ثنا او صفت د هغه
۲ لاسونه پورته کړئ سپېڅلي ځای ته د دعا دپاره
او د څښتن ثنا او صفت وکړئ
۳ هغه څښتن چې یې جوړ کړي دي اسمان او ځمکه
تا ته دې درکړي برکت له صهیونه څخه